1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې وژنې؛ استراليا له عسکرو مډالونه واخيستل

۱۴۰۳ شهریور ۲۲, پنجشنبه

په افغانستان کې د استراليايي عسکرو د ماموريت پر وخت د ۳۹ کسانو د ناقانونه وژلو په قضيه کې له يو شمېر استراليايي صاحب منصبانو څخه د هغوی مډالونه بېرته اخيستل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4kXB7
 ريچارډ مارلس
د استراليا د دفاعي چارو وزير، ريچارډ مارلسانځور: Mick Tsikas/AAP Image via AP/picture alliance

د استراليا د دفاع وزیر ریچارډ مارلس د پنجشنبې په ورځ وویل چې د استرالیا د دفاعي ځواکونو (ADF) یو شمېر لوړ رتبه غړي، چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې وه، د څلور کلنې څېړنې د سپارښتنو له مخې ورکړل شوي مډالونه بېرته اخيستل شوي دي. دغه څېړنه د استرالیايي ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو په اړه شوې وه.

مارلس پارلمان ته وویل چې هغه "اړوند قوماندانانو" ته لیکونه لېږلي دي، کومو چې د هغو عسکري واحدونو مشري کړې وه چې د جنګي جرمونو په تور تورن دي، ترڅو خپل "پریکړه د هغو مډالونو په اړه ورته ورسوي چې د هغو خدمتونو په ترڅ کې ورکړل شوي ول، کوم چې د برېریټن راپور په زړه کې موجودو پېښو سره تړاو لري."

دغه هم ولولئ: استرالييي عسکر د دريو افغانانو «د وژنې مسئول» بلل شوی

 د غیرقانوني کړنو معتبر معلومات

مارلس وویل چې د هغه پرېکړې د راپور د موندنو او سپارښتنو سره سمون لري، د کومو چې دا پايله وه چې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ کلونو پورې په افغانستان کې د غیرقانوني کړنو د ترسره کولو معتبر معلومات موجود دي.

وزیر د هغو غړو د رتبو په اړه چې مډالونه یې بایللي یا څومره کسان اغېزمن شوي، څه نه دي ویلي او د شخصي حریم د قوانینو له مخې یې جزيیات نه دي ورکړي. هغه زیاته کړه: "ما ته اجازه نشته چې جزییات او پایلې افشا کړم."

استرالیايي رسنیو راپور ورکړی چې تر ۱۰ کمو کسانو څخه مډالونه بېرته اخيستل شوي دي.

مارلس ټینګار وکړ چې "د څو کسانو د کړنو پرته"، له ۲۶۰۰۰ څخه زیاتو استرالیايي سرتېرو چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې، خپله دنده په مسلکي توګه په عزت او صداقت سره ترسره کړې ده.

دغه هم ولولئ: د افغان جګړې په تړاو اسنادو خپرولو له وجې يو وکيل محکوم شوی

د ۳۹ کسانو غیرقانوني وژنې

وزیر وویل چې د راپور یوه "تر ټولو اندېښمنوونکې" پایله دا وه چې ۲۳ پېښې د ۲۵ استرالیايي ځانګړو ځواکونو د غړو په اړه راپور شوې دي. هغه زياته کړې:"دغه پېښې د ۳۹ کسانو د غیرقانوني وژلو او د دوو کسانو د ناوړه چلند سره تړاو لري." د مارلس په وينا د يادو قضيو پر وخت "د غوره والي فرعي کلتور او له منل شوو معیارونو څخه انحراف په وخت سره عادي شوی و."

وزیر وویل چې د راپور ۱۴۳ سپارښتنو څخه ۱۳۹ یې تړل شوي دي. پاتې څلور سپارښتنې لا هم تر څېړنې لاندې دي.

مارلس زیاته کړه: "د استرالیا د جنګي جرمونو هر ډول محاکمې به په استرالیا کې د استرالیايي محکمو لخوا ترسره شي." هغه دغه پېښې "د ملي شرم" په توګه یادې کړې.

استرالیا وروسته له هغه افغانستان ته ځواکونه واستول چې په ۲۰۰۱ کال کې په متحد ایالاتونو باندې د سپتمبر ۱۱مه بریدونه وشول.

آ./ا.ا./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه انځوريز راپور: