1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

استراليايي لوبغاړي د افغانستان په هکله د خپل بورډ ملاتړي دي

۱۴۰۰ مهر ۱۴, چهارشنبه

د آسترالیا د کریکټ لوبډلمشر ایرون فینچ ویلي دي چې که چیرته د طالبانو رژیم د ښځو پر کریکټ بندیز ولګوي، د دوی لوبغاړي د خپل کریکټ بورډ له هغه پریکړې ملاتړ کوي چې ویلي ول له افغانستان سره راتلونکې ټسټ لوبه نه کوي.

https://p.dw.com/p/41KU2
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: Getty Images/J. Mansfield

د آسترالیا د کریکټ بورډ ادارې ویلي ول چې که چیرته طالبان په افغانستان کې د ښځو پر کریکټ بندیز وضع کړي، نو آسترالیا به د راتلونکې نومبر میاشتې پر ۲۷مه نېټه په هوبرت کې له افغانستان سره پلان شوې ټسټ لوبه لغو کړي.

د آسترالیا لوبډلمشر ایرون فینچ همدا نن د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر ۶مه) د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «پرته له شکه دا ډیر ستونزمن وخت دی، خو موږ د آسترالیا د کریکټ بورډ د موقف ملاتړ کوو.»

بل لوري ته د افغانستان کريکټ بورډ همدا تیره میاشت ویلي ول چې د ښځو کریکټ پیلیدو ته ژمن دي خو زیاتوي چې دوی اوس د ښځو د کریکټ د راتلونکي له پاره د افغانستان د نوي حکومت د لارښوونو په تمه دي. دا هم په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله اوس د نړیوال شل اوریز جام له پاره په چمتووالي بوخته ده.

طالبانو پر ښځینه کریکټ لوبغاړو د لوبو بندیز وضع کړی چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې را پارولي دي.
طالبانو پر ښځینه کریکټ لوبغاړو د لوبو بندیز وضع کړی چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې را پارولي دي. انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

د نړیوال شل اوریز جام د سږنیو لوبو کوربتوب د متحده عربي اماراتو او عمان پر غاړه دی او ټاکل شوې دغه لوبې د روانې میاشتې پر ۱۷مه نېټه پیل شي.

د آسترالیا د ټسټ لوبډلې لوبډلمشر ټیم پاینه بیا تیره میاشت خبرداری ورکړی وو چې دوی ښايي په نړیوال جام کې له افغانستان سره خپله لوبه لغوه کړي او د کریکټ پر نړیوالې شورا یې هم پوښتنه کړې وه چې څرنګه دوی په نړیوال جام کې د افغانستان پر لوبو بندیز وضع کړي.

ټاکل شوې چې د نړیوال جام د لوبو پرمهال به د کریکټ د نړیوالې شورا د کلنۍ غونډې په ترڅ کې به هم پر یادو موضوعاتو بحث او خبرې وشي.

ټیم پاینه همدا راز زیاته کړې چې هیله مند یو چې ستونزې به حل شي او افغانستان به یو ځل بیا په نړیوال کریکټ کې خپره ستره ونډه ادأ کړي. د هغه په خبره، موږ ولیدل چې دوی [افغانستان] څومره مهم دی او په افغانستان کې پرته له شکه د کریکټ وده ډیره ستره موضوع ده.