1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سیمي هېوادونو ته د افغان سیاستوالو سفرونه، د څه لپاره؟

۱۳۹۹ آبان ۳, شنبه

قطر کې د افغان سولې بهیر د پيل راهیسې د سیمي هېوادونو ته د افغان سیاستوالو سفرونه هم ډير شوي. حکمتيار اسلام آباد او نور نوي ډهلي ته ولاړ. د دغو سفرونو تر شا څه دي؟

https://p.dw.com/p/3kNx0
Gouverneur der Provinz Balkh in Afghanistan Atta Mohammad Noor
د جمعیت اسلامي د اجرايي شورا رییس عطامحمد نور - آرشيفانځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د جمعیت اسلامي د اجرايي شورا رییس عطامحمد نور وايي، افغان سوله کې ملي او سیمه ییزه اجماع خورا مهمه ده.

نوموړي هند ته د خپل سفر په ترڅ کې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو د سولې بهیر کې د اسانچاري او همکاری هیله لرو او هیڅ هېواد د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.»

ښاغلي نور زیاته کړې چې په دوو حالتونو کې باید افغانان خپل انسجام او پیوستون وساتي: «اول هغه مهال چې مونږ د سولې توافق ته رسیږو او دوهم حالت هغه دی چې پر مونږ جنګ تحملیږي.»

عطا محمد نور چې تر یوې لسیزې ډېر د بلخ د والي په توګه پاتې شوی، په زیربنايي پروژو کې له افغانستان سره د هند له مرستو مننه کړې. تردې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم هم هند ته سفر کړی ؤ.

خو افغان سیاستوال د سیمي او له ګاونډیو هېوادونو څه غواړي؟

د کوزې پښتونخوا سیاستوال افراسیاب خټک دویچه ویله ته وویل، له ګاونډیو هېوادونو سره تګ راتګ ښه خبره ده، خو د افغانستان اوسنیو شرایطو کې دغه سفرونه د پوښتنې وړ دي.

ښاغلی خټک اسلام اباد کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونو ته په اشارې سره وویل: «زه دا وایم چې انجینر ګلبدین حکمتیار چې پاکستان کې کومې خبرې وکړې هغه خوندورې نه وې، دلته له اسلام اباده چې هغه د افغانستان په ادرس کومې خبرې وکړې هغه خبرې وې چې د ۱۹۸۰ کلونو ساړه جنګ ته بیرته تلل وو.»

د پاکستان د پارلمان دغه غړي زیاته کړه چې له سیاستوالو دا تمه لري چې له پخوانیو پېښو او تاریخ څخه زده کړه وکړي.

ښاغلي حکمتیار په اسلام اباد کې افغان حکومت تورن کړی چې د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت د جګړې دوام غواړي.

د یوې بلې نیابتي جګړې وېره

دلته په کابل کې هم یوشمېر کتونکي پر دې باور دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د چټک وتلو سره سم دا ویره شته چې دا هېواد یوځل بیا د نیابتي جګړو له یو بل پړاؤ سره مخ شي.

د ارزګان د ولایتي شورا یوه پخواني رییس امان الله هوتکي دویچه ویله ته وویل، په افغانستان کې پخوانۍ جهادې ډلې د جګړو کرغیړن تاریخ لري:«همدغه حکمتیار، جنرال دوستم، جنرال عطامحمد نور او نور په جګړو کې رالوی شوي او د جګړو په دوام کې خپلې ګټې لټوي. دوی یو ځل بیا د خپل ځواک او پياوړتیا لپاره د ګاونډیو هېوادونو ملاتړ خپلوي.»

هوتکي زیاتوي هند مخکې له مخکې په شمالي ولایتونو کې د ملیشه جوړونې د پیاوړتیا ټټر وهلی او دغه هېواد ته د عطا محمد نور او جنرال دوستم سفرونو هم له خلکو سره همدغه ویره ډيره کړې ده.

د افغانستان د مدنې ټولنې د فیډریشن مشر صدیق انصاري دویچه ویله ته وویل، د غني او عبدالله د ګډ حکومت یوشمېر سیاسي مخالفین ددې لپاره د سیمې هېوادونو ته سفرونه کوي چې د بين الافغاني خبرو او يا هم له کومې بلې لارې د انتقالي ادارې په تشکيلاتو کې د خپل ونډې لپاره لابي وکړي.

انصاري زیاتوي: «يو شمېر ډلې به دا هڅه هم کوي چې که ستونزې د سولې له لارې حل نه شي او جگړې زور واخلي نو له خپلو پخوانيو سرچينو د مالي او تسهیلاتي ملاتړ ترلاسه کولو او نيابتي جگړو د لاپراختيا په برخه کې  د تنازع بقا لوبې جاري وساتي.»

کتونکي وايي، د سیمي هېوادونه په ځانګړی توګه پاکستان، هند او ایران په افغان مسله کې ښکېل او ذي نفع هېوادونه دي.

د دوحې له خبرو اندېښنه

د نړېوالو اړیکو شنونکي نصرت حق پال دویچه ویله ته وویل، ډيری افغان سیاستوال له تېرو څلویښتو کلونو همدغو هېوادونو سره اړیکي پالي او د یو بل ګټو ته ژمن پاتې شوي.

حق پال د دوحي خبرو ته په اشارې سره وايي:«په دې وروستی لړۍ کې چې په دوحه کې د سولې په نوم روانه ده، له دې لړۍ هم دغه سیاستوال چې سفرونه کوي او هم د سیمي هېوادونه پاکستان، ایران او هند تشویش لري، ځکه یو نوی تحول به راځي او د سیاست یوه نوې لوبه به وي.»

ښاغلی حق پال زیاتوي سره له دې چې په قطر کې افغان سولې بهیر ځنډنۍ ښکاري خو بیا هم وړاندوینه داده چې د امریکا له ټاکنو وړاندې به هلته یو محسوس پرمختګ رامنځته شي.

اسماعیل شاکر – کابل