1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رباني د نور ټاکنه سپینه کودتا بللې

۱۳۹۹ اسفند ۲۸, پنجشنبه

په داسې حال کې چې د پنجشنبې په ورځ ډیرو کسانو په مسکو کې د افغان او طالب پلاوو غونډه څارله، په کابل کې بیا د جمعیت اسلامي ګوند کنګرې عطا محمد نور، د دې ګوند د نوي مشر په توګه وټاکه.

https://p.dw.com/p/3qpof
Gouverneur der Provinz Balkh in Afghanistan Atta Mohammad Noor
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د جمعیت اسلامي ګوند د پنجشنبې ورځې غونډه د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور، او د هغه د پلویانو له خوا رابلل شوې وه. د ګوند یو شمیر نورو لوړپوړو غړو لکه صلاح الدین رباني چې تر اوسه پورې هم ځان د ګوند مشر بولي، بیا د دې ناستې مخالفت کړی دی.

رباني پر خپله فیسبوک پاڼه د نور او د هغه د پلویانو پریکړې «سپینه کودتا» بللې ده او لیکلي یې دي: «هغه ډله چې څو میاشتې مخکې له جمعیت ګوند څخه بیله شوې وه، او د ځینو عضویت یې هم د تعویق حالت ته راغلی وو، د پنجشنبې په ورځ د جمعیت اسلامي د عمو مي مجمع تر عنوان لاندې یوه غونډه رابللې وه. دغه غونډه له جمعیت ګوند سره هیڅ تړاو او حقوقي اعتبار نه لري او د دې ګوند له نظره مردوده ده.»

د جمیعیت ګوند یوه بل غړي احمد ضیا مسعود هم رسنیو ته ویلي، چې عطا محمد نور د دغه ګوند عمومي کنګره په خپل سر او له مشورې پرته رابللې ده.

په دې ترتیب نو د جمعیت اسلامي ګوند، اوس دوه مشران لري. لومړي صلاح الدین رباني او دویم عطا محمد نور چې د پنجشنبې ورځې په غونډه کې وټاکل شو.

له ډیرې مودې راهیسې د نور او رباني تر منځ اړیکې ترینګلي دي. د بلخ پخوانی والي چې تر اوسه پورې د جمیعت اسلامي اجرائیه رئیس وو، ادعا کوي چې رباني تر ټاکل شوې مودې د ډیر وخت له پاره د ګوند په مشرۍ کې پاتې دی او اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د جمیعت اسلامي غړي له سره د مشرتابه په اړه پریکړه وکړي.

نور د کنګرې له خوا د جمیعت اسلامي د بیلې شوې شاخې د مشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته په خپله فیسبوک پاڼه باندې په یوه خپورې شوي پیغام کې په غیر مستقیم ډول پر صلاح الدین رباني، د شوې پریکړې د منلو غږ کړی دی. هغه لیکلي دي: «هغه مشران چې په ننۍ ناسته کې حاضر نه وو، هر کله چې وغواړي د دې لوی کور ور یې پر مخ پرانیستی دی.»

نور ویلي دي چې که دغه کسان د هغه په مشرۍ د جمیعت اسلامي ګوند ته راشي نو دی «چمتو دی چې له خپلې دندې استعفأ وکړي او یو ځل بیا د ګوند عمومي غونډه راوغواړي.»

په غونډه کې وسله وال اخ و ډب

تمه کیده چې د جمعیت د کنګرې په غونډه کې به د مسکو او ترکیي غونډو په اړه کوټلي دریځونه اعلان شي، خو هلته یوې وسله والې نښتې غونډه ګډوډه کړه. چارواکي وايي چې جګړه د خپل منځي جنجال له امله وه چې تر څو دقیقو یې دوام وکړ.

که څه هم عطا محمد نور، په خپل پیغام کې د رامنځ ته شوې امنیتي پیښې په اړه معلومات نه دي شریک کړي، خو طلوع نیوز ویلي دي چې په دې پیښه کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

اسماعیل شاکر – کابل