1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغلان کې پر ماين پاکانو بريد لس کسان وژلي دي

۱۴۰۰ خرداد ۱۹, چهارشنبه

د افغان چارواکو په حواله په بغلان کې پر ماين پاکانو د يوه بريد په پايله کې نږدې ۱۰ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. د بريد پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

https://p.dw.com/p/3ucQB
Afghanistan  Attacke auf  Minenräumtrupp in Baghlan
انځور: Noorgul Andarwal

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت نن، چهارشنبه (۲۰۲۱م کال د جون ۹مه) په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې ۱۴ ماين پاکان په دغه بريد کې ټپيان شوي هم دي چې وسله وال د هغوی يوه کمپ ته داخل شوي او ډزې یې پرې کړي دي.

پېښه د بغلان مرکزي ولسوالۍ په شيخ جلال سيمه کې رامنځته شوې ده او تر اوسه یې کومې ډلې مسؤليت پر غاړه نه دی اخيستی.

د کورنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه کې د بريد پړه پر وسله والو طالبانو ور اچولې ده، خو دغې ډلې په دې پېښه کې لاس درلودل رد کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د تويتر له لارې ويلي دي: «موږ پر دغو بې دفاع خلکو دا بريد غندو او وحشت یې بولو.»

د سيمه ایزو رسنيو په حواله د ماين پاکۍ دا کمپ د «هېلو ترست» په نوم نړيوالي ټولني پور اړه لري.

ذبيح الله مجاهد زياته کړې ده چې طالبان له نړيوالو غير دولتي موسسو سره «نورمالې» اړيکي لري.

Afghanistan  Attacke auf  Minenräumtrupp in Baghlan
پر ماين پاکانو د بريد يو ټپيانځور: Noorgul Andarwal

هېلو ترست موسسې د انترنت پاڼې په حواله دغه ټولنه په افغانستان کې ۲۶۰۰ کارکوونکي لري. د ماين پاکۍ پروګرام یې په بشپړه توګه د افغانانو له خوا پر مخ وړل کيږي.

خو په افغانستان کې په ماضي کې هم تل پر مرستندويه پروژو او غير دولتي سازمانونو په وار وار سره بريدونه ترسره شوي دي.

د « Inso» د غير دولتي سازمان د معلوماتو په حواله په افغانستان کې په ۲۰۲۰م کال پر اين جي او ګانو ۱۸۰ بريدونه ثبت شوي ول. په دې بريدونو کې د دغه سازمانونو ۱۴ کارکوونکي وژل شوي، ۲۷ ټپيان شوي او ۴۲ تښتول شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له آرشيف څخه: