1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د کابل چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۹ آذر ۳۰, یکشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په ننۍ چاودنه کې لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي. دغه چاودنه نن سهار د کابل په پنځمه حوزه کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/3myF7
Afghanistan Kabul | Anschlag mit Autobombe
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په پنځمه حوزه کې د ننۍ چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي دي او شاوخوا ۲۰ تنه نور بیا ټپیان دي. د کورنیو چارو د وزارت ویاند، طارق آرین، همدا راز ویلي چې دغه شمیرې ابتدايي دي او ښايي د تلفاتو په شمیر کې زیاتوالی راشي.

د معلوماتو له مخې، په دغه چاودنه کې خان محمد وردګ چې د ولسي جرګې غړی دی، هم ټپي شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د چاودنې د نوعیت په هکله نور جزئیات نه دي ورکړي، خو زیاتوي چې دا د افغانستان د خلکو پر ضد یو بل ترهګریز برید وو. تر اوسه پورې کومې ډلې د دغې چاودنې مسئوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې د چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې طالبانو په افغانستان کې یوازې په تیرو دریو میاشتو کې ۴۸۷ تنه ملکیان وژلي او ۱۰۵۰ تنه نور یې بیا ټپیان کړي دي. دغه وزارت زیاته کړې وه چې طالبانو په تیرو دریو میاشتو کې ۳۵ ځانمرګي بریدونه او ۵۰۷ د ماین چاودنې کړي دي.

طالبانو بیا دغه معلومات رد کړي او هغه یې د حکومت د پروپاګند برخه بللې ده.