کابل: دوو چاودنو ۱۰ ملکيان وژلي
۱۴۰۰ خرداد ۱۲, چهارشنبهد کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز سه شنبه ماښام وويل چې نور دولس کسان په دوو نورو چاودونو کې چې دوه مني بسونو یې هدف ول، ټپيان شوي دي. تر اوسه د بريد مسؤليت چا نه دی منلې.
په کابل کې دا چاودنې په داسې حال کې رامنځته شوي چې د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ ويلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو بهير یې سم پر مخ روان دی.
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن په اپريل میاشت کې اعلان وکړ چې خپل ځواکونه به د روان ميلادي کال د سپتمبر تر يولسمې نیټې پورې وباسي.
تر دې اعلان سملاسي وروسته ناټو هم له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو پريکړه وکړه.
د ناټو څه نا څه لس زره عسکر د پريکړنده ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې په افغانستان کې په دنده بوخت دي چې ۲۵۰۰ امريکايي او ۱۰۰۰ آلماني عسکر یې ستره برخه ده. دغه ټول ځواکونه اوس د وتلو په حال دي.
د امريکا مرکزي قومندې روانه اونۍ اټکل کړی چې له افغانستان څخه د ځواکونو د را ايستلو پروسه يې له ۳۰ تر ۴۴ سلنه بشپړه کړې ده.
د ناټو عمومي منشي ستولتنبيرګ په دې ترڅ کې له افغانستان سره د خپلو مرستو د جاري ساتلو ژمنه یووار بيا تکرار کړه. هغه وويل: «ناټو به په کابل کې خپل ملکي ديپلوماتيک حضور ته دوام ورکړي څو افغان امنيتي ادارو ته مشاورت او د ظرفيت جوړونې په برخه کې ملاتړ چمتو کړي.»
په کابل کې د ماين چاودنه؛ سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ناټو ديپلوماتانو همدا روانه اونۍ ويلي ول چې دا خبره لا روښانه نه ده چې د دغه ديپلوماتانو ساتنه به څوک کوي او دا چې د کابل هوايي ډګر امنيت به څوک ساتي.
ستولتبيرګ وويل چې په خارج کې د افغان عسکرو او ځانګړو ځواکونو د روزنې پر امکان هم غور روان دی. هغه وويل چې د ناټو وزيرانو پر دې توافق کړی دی چې «د ملاتړ دوام تر ټولو ښه لاره ده، څو وکولی شو په افغانستان کې د سولې په هڅو کې خپله ونډه ولرو.»
له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو اخراج به په بروکسل کې د جون پر ۱۴ نېټه د ناټو د سرمشریزې چې ولسمشر جو بايدن به هم پکې ګډون ولري، يوه مهم موضوع وي. په دې غونډه کې به هیڅ افغان چارواکی ګډون ونه کړي.
ب. ص/ ن. ز (AP, DPA)
زموږ له آرشيف څخه: