1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډنمارک له اروپا دباندې د مهاجرو مرکزونه جوړوي

۱۴۰۰ خرداد ۱۷, دوشنبه

د ډنمارک پارلمان یو نوی قانون تصویب کړی دی چې له مخې به یې د پناه غوښتني له دغه هیواد څخه بهر ارزول کیږي. دا قانون به د پناه غوښتونکو د دوسیو تر ارزول کیدو مخکې دغه هیواد ته د دوی د ورتګ مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/3uXBF
Denmark Syria Protest
انځور: Jens Dresling/AP Photo/picture alliance

د نوي تصویب شوي قانون له مخې ټاکل شوې ده چې د پناه غوښتونکو غوښتنلیکونو ته د رسیدګۍ پروسه به له دغه سکندیناوي هیواد څخه دباندې ترسره کیږي.

د دې قانون پر اساس پناه غوښتونکي باید تر هغه وخته پورې چې د ډنمارک د مهاجرت اداره یې د پناه غوښتنې د غوښتنلیک په اړه پریکړه کوي، «د اروپايي اتحاديې څخه د باندې هیوادونو» کې منتظر پاتې شي.

دا قانون ډنمارک ته په ناقانونه توګه د پناه غوښتونکو د ننوتلو او په دغه هیواد کې دننه د پناه غوښتنې غوښتنلیک وړاندې کولو څخه مخنيوی کوي.

د حاکم سوسیال دیموکرات ګوند غړي او د دغه هیواد لومړۍ وزیرې میته فریدریکسن، د دغه قانوني مسوده پارلمان ته وړاندې کړې وه. د لیبرال ګوند «ونستره» استازو هم دې مسودې ته مثبته رایه ورکړه.

Dänemark Premierministerin Mette Frederiksen
له سوسیال دیموکرات ګوند څخه د دغه هیواد لومړۍ وزیره میته فریدریکسنانځور: Philip Davali/Ritzau Scanpix/REUTERS

د «یولاندس پوستن» ډنمارکۍ ورځپاڼې په حواله د دغه هیواد حکومت تر اوسه پورې له روانډا، تونس، اتیوپیا او مصر هیوادونو سره د دوی په خاوره کې د کمپونو جوړولو په هکله خبرې کړي دي. خو تر اوسه پورې په دې اړه مشخص توافق نه دی رامنځته شوی.

د ونستره لیبرال ګوند وتوانید چې په دې ارتباط خپل خبره عملي کړي، چې له غیر اروپايي هیوادونو سره شوې موافقې باید د ډنمارک د پارلمان له خوا تصویب شي.

د ډنمارک د مهاجرت او ادغام د چارو وزیر ماتیاس تسفای مخکې تر دې اعلان کړی وو: «موږ غواړو چې نور نو په ډنمارک او اروپايي اتحادیه کې دې د سلګونو زره پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو پر ارزونې سترې منابع ونه لګول شي. نیمایي د دوی اصلاً پناه غوښتونکي نه دي او په ورته وخت کې میلیونونه کسان داسي دي چې اروپا ته د راتګ له پاره د قاچاقبرانو د مصارفو له عهدې څخه نه شي وتلی.»

و «ونستره» ګوند تر ټاکنو مخکې پر دې قانون نیوکه کړې وه او ویلي يې وه چې دا قانون به د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته د پناه غوښتونکو د راتګ او د قاچاقبران د فعالیتونو د دوام مخه نه نیولی شي.

دا مطلب مخکې تر دې زمونږ په همکارۍ رسنۍ اِنفو مایګرنټس کې خپو شوی دی.