1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام آباد کې د افغان پناه غوښتونکو احتجاجي مظاهره

۱۴۰۱ فروردین ۳۰, سه‌شنبه

یو شمیر افغان پناه غوښتونکو د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ دفتر مخې ته د خپل نامعلوم برخلیک له کبله د کفن په څیر سپینو جامو په اغوستلو سره اعتراض کړی.

https://p.dw.com/p/4A5SQ
Pakistan Islamabad | Demonstration von Flüchtlingen aus Afghanistan
انځور: Faisal Nouri

د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اپریل ۱۸) په لسګونو افغان پناه غوښتونکو په اسلام آباد کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ (UNHCR) دفتر مخې ته په اعتراض لاس پورې کړ.

د هغو ویډیویي کلیپونو پر اساس چې اعتراض کوونکو رسنیو ته استولي دي دوی د نورو ترڅنګ له ځان سره په پلاکاټونو کې داسې شعارونه لیږدول چې «یا موږ ووژنئ یا مو هم له دې بې سرنوشتۍ څخه وژغورئ.»

د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته لسګونه زره کسان له هیواده تیښتې ته اړ شوي دي چې اکثره یي د پاکستان او ایران په څیر ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شوي دي. په داسې حال کې چې یو شمیر له دغو افغانانو څخه د پاکستان له لارې نورو هیوادونو ته په وتلو بریالي شوي دي، ډیر شمیر نور بیا په دغه هیواد کې خپل راتلونکې ته اندېښمن دي او د بې سرنوشتۍ له وضعیت سره مخامخ دي.

دغو اعتراض کوونکو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمیسارۍ څخه وغوښتل چې د مهاجرت د کارتونو ویش او په مهاجر منونکو هیوادونو کې دې د نوم ثبتونې بهیر ګړندی کړي.

Pakistan Islamabad | Demonstration von Flüchtlingen aus Afghanistan
اسلام آباد کې د یوه شمیر افغان پناه غوښتونکو مظاهرهانځور: Faisal Nouri

د بشیر احمد په نوم یوه له دغو اعتراض کوونکو څخه دویچه ویله ته وویل: «که د ملګرو ملتونو سازمان استازی موږ ته قناعت بخښونکی ځواب را نه کړي، موږ خپل اعتراض ته دوام ورکوو.»

دغو اعتراض کوونکو ویلي دي چې که غوښتونو ته یې ځواب ونه ویل شي، نو د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ دفتر مخې ته به د پرلت خیمه ودروي. یوه بل اعتراض کوونکي وویل «تر څو چې زموږ غږ نه وي اوریدل شوی، موږ شپه همدلته تیرو، ځکه د ژوند کولو له پاره بل ځای نه لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په زرګونو هغه افغانان چې د افغانستان له پخواني حکومت سره یي په مختلفو برخو کې په لوړو پوستونو کار کړی دی، د پاکستان په څیر د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې امریکا متحده ایالاتو او اروپایي هیوادونو ته د وتلو په تمه د بې سرنوشتۍ ژوند تیروي. یو شمیر د دوی حتی د شپې تیرولو له پاره د کور یا هوټل د کرایي وسه هم نه لري.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ن.ز