1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

د آسترازینکا واکسین ته بیرته اجازه ورکړل سوه

۱۳۹۹ اسفند ۲۹, جمعه

د اروپا د درمل جوړولو آژانس د آسترا زینکا واکسین یو وار بیا تایید او د هغه د لګولو توصیه یې کړې، خو وايي چي د ویني د لخته کیدو د امکان خطر یې موجود دی. اوس نو جرمني او ځیني نورهیوادونه هغه بیرته پیلوي.

https://p.dw.com/p/3qqYp
Weltspiegel 18.03.2021 | Corona | EMA in Amsterdam, Niederlande
انځور: Piroschka van de Wouw/REUTERS

په امستردام کي د اروپا د دوا جوړولو آژانس (EMA) د پنجشنبې په ماښام تر یوې اضطراري جلسې او خپلي نوي ارزیابۍ وروسته د آسترا زینکا د واکسین معافیت یو وار بیا تایید کړ، خو په دې ټینګار سره چي شاید هغه د ویني د لخته کیدو خطر هم رامنځته کړي.

د نوموړي واکسین د معافیت ارزیابي هغه وخت نوموړي آژانس پرغاړه واخیسته چي ددغه واکسین تر لګولو وروسته د ویني د لخته کیدو په هکله ډیر رپوټونه خپاره سول. په جرمني کي د هغو یو میلیون او ۶۰۰ زرو کسانو څخه چي د آسترازینکا واکسین یې لګولی، د یوې ښځي په شمول ۱۳ کسان چي عمرونه یې د ۲۰ او ۶۳ کلنو ترمنځ وه، د داسي عوارضو سره مخامخ سول چي له کبله یې درو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د دغوعواقبو په دوام د جرمني حکومت د پاول ارلیش واکسیناسیون د تحقیقاتي انستیتوت په سپارښتنه دغه واکسین بند کړ. اوس د اروپا د درمل جوړولو آژانس په سپارښتنه سره د جرمني حکومت او مختلف ایالتونه په دې اړه نور ګامونه هم ترڅیړني لاندي نیسي.

د دغه آژانس رئیس، امر کوکه ویلي دي: «دغه معافیتي واکسین د کرونا ویروس پرضد دی او تر تاوان یې ګټه ډیره ده.»

Weltspiegel 18.03.2021 | Corona | AstraZeneca-Impfstoff
انځور: Dado Ruvic/REUTERS

د دوشنبې په ورځ کله چي په فرانسه او ایټالیا کي د آسترازینکا پر واکسین باندي بندیز ولګول سو، جرمني هم تر بلي خبرتیا پوري ددغه واکسین تطبیقول متوقف کړ. د جرمني د صحت عامې وزیر ینس شپان وویل، چي که څه هم د مغزو په رګونو کي د وینو د لخته کیدو پیښي ډیري لږ وې، خو بیا هم تر لا دقیقو علمي تحقیقاتو پوري باید انتظار وایستل سي.

اوس د اروپا د دوا جوړولو آژانس لخوا تر بیرته تایید وروسته ځینو اروپايي هیوادونو ددغه واکسین تطبیقول له سره پیل کړل.

د جرمني د روغتيا وزير ینس شپان پرون پنجشنبه ماښام (د مارچ میاشتي ۱۸)اعلان وکړ چي د راتلونکي دوشنبې ورځي څخه به د دغه واکسین د بندیدیو اعلان لغوه سي، خو د نن جمعې څخه لا کیدای سي د هغه لګول بیرته شروع سي.