1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

استرا زینکا شرکت د کرونا واکسین د ليږلو پر پلان غور کوي

۱۳۹۹ بهمن ۱۳, دوشنبه

له سختو انتقادونو وروسته د کرونا واکسین جوړونکی شرکت استرا زینکا غواړي چې اروپا ته له اعلان شوي شمير څخه زيات د کرونا ضد واکسین دوزونه واستوی. په اوسني وخت کې دا یو کوچنې خو مهم ګام بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/3ofZq
Coronavirus - Astrazeneca Impfstoff
انځور: Gareth Fuller/PA Wire/dpa/picture alliance

د اروپايي کمیسون مشرې ارزولا فوندر لاين د یکشنبې په ماښام وویل چې  د اروپا له پاره جوړ شوی د  کرونا ضد واکسین سره نهه میلیون دوزه نور واکسین اضافه کيږې، چې په دې سره د ټولو واکسینونو تعداد څلويښت ميلیونو دوزو ته رسیږي. د هغې په خبره، دا د ټول ۸۰ میلیونه دوزه واکسین نیمايي برخه تشکیلوي.

د آلمان د دفاع پخوانۍ وزیرې او د اروپايي کمیسیون مشرې فوندر لاين پر خپل ټويټر پاڼه په دې هکله لیکلي: «استرا زینکا غواړي چې په اروپا کي د واکسین د تولید ظرفیت لوړ کړي او یاد واکسین له ټاکلي وخت څخه يوه اونۍ مخکې چمتو کړي.»

د ارويايي کمسیون مشرې د زید ډي ايف خبري مجلې له (نن ورځ ژورنال) سره په خبرو کې وويل، د دې کار سخت برخه يې په اروپا کې د روان کال تر لومړيو میاشتو پورې دوام کوي: «موږ غواړو اويا سلنه د لویانو واکسیناسيون د دوبي تر پايه پورې تر سره کړو.»

د هغې په خبره، د بریتانیا له صدر اعظم بوریس جانسن سره په دې هکله هوکړه شوې، چې اروپا او بريتانيا دواړو ته واکسين ولیږل شي.

دوه اړخیزه اړیکي له کرونا سره ګډه مبارزه

د استرا زینکا واکسین پر استولو څو ورځې د اروپا او فارما شرکت تر منځ جنجالي خبرې اترې روانې وې. د بريتانيا ـ سويدن دغه ګډ شرکت په تیره اونۍ کې اعلان کړی وو چې د اروپا له پاره په يو توليد شوي محصول کې د ستونزې له کبله به له ټاکل شوي واکسين څخه د ۸۰ ميلیونه دوزه پر ځاي د واکسين ۳۱ ميلیون دوزه واستول شي، یعنې په دې توګه شپيته سلنه له له پلان شوي واکسین څخه کم استول کيږې.

دغه راز اروپا یاد شرکت تر فشار لاندې راوستی چې د کرونا واکسین استولو کي کمښت را نه ولي. بريتانیا او نورو غیر اروپايي هېوادونو ته به پرته له کموالي وليږل شي. بروکسل  پر استرا زینکا باندې شک لري چې د اروپا له پاره جوړ شوي واکسین به نورو دريمو هېوادونو ته صادر کړي.

په اروپا کې پر ډیر عمر لرونکو کسانو باندې د کرونا ضد واکسین پرته له کوم توپیره تطبیقیږي خو په آلمان کې د کرونا واکسین په برخه کې لومړیتوب هغو کسانو ته ورکول کیږي چې

اروپايي ټولنې د تیرې جمعې ورځې راهیسې د استرا زینکا شرکت جوړ واکسین ته د وګړو د عمر په نه پام کې نیولو سره د تطبیق اجازه ورکړه. په آلمان کي بيا په لومړي سر کې لویان کوم چې عمرونه يې له ۶۵ څخه کم دي، دغه واکسین ترلاسه کوي.  په دې هيواد کې ايالتونه او ټولنې د واکسيناسيون په هکله خلکو ته مشورې هم ورکوي.