1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجکستان ته د غني سفر

۱۴۰۰ فروردین ۹, دوشنبه

د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني نن سهار د «آسیا زړه- استانبول پروسې د بهرنيو چارو وزيرانو» په نهم کنفرانس کې د ګډون په موخه د تاجيکستان پلازمېنه دوشنبې ته ورسيد.

https://p.dw.com/p/3rJdj
Schweiz - Afghanistan Konferenz in Genf: Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/D. Balibiouse

د افغانستان د ولسشمرۍ ماڼۍ له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميه کې راغلي چې اشرف غني به په دغه دوه ورځني سفر کې په ياد کنفرانس کې پر ګډون او وینا سربيره، د تاجيکستان له ولسمشر، امام علي رحمان، لومړي وزير او د دغه هیواد د پارلمان له رئیس سره وګوري.

زیاته شوې چې دواړي لوري به د افغانستان او تاجيکستان تر منځ په مختلفو برخو کې د همکاريو پر پراختیا خبرې وکړي.

په اعلاميه کې ويل شوې چې ولسمشر غني به دغه راز د «تاجیکستان په ملي پوهنتون کې هم وینا وکړي او د یاد پوهنتون د رئیس له لوري به ورته د افتخاري دوکتورا سند هم ورکړل شي.»

د آسيا زړه-استانبول پروسې د بهرنيو چارو وزیرانو لومړنۍ غونډه په ۲۰۱۱م کال په استانبول کې پیل شوه. له هغه وخت راهیسې هر کال د افغانستان په ګډون د سیمې هیوادونه د یوه ګډ کنفرانس کوربه وي.

د دغه کنفرانس د جوړيدو څخه موخه په سيمه کې د سولې او ثبات ټينګښت او د همکاريو تقویت او پراختيا ښودل شوې ده.

تاجکستان د افغانستان شمالي ګاوندی هیواد دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د آمو سيند بهیږي. دغه هیواد په کندز کې د شيرخان بندر له طريقه افغانستان سره نښتی دی. د کندز او تخار په ګډون، د افغانستان يو شمیر ولايتونه د تاجکستان له وارداتي بريښنا څخه استفاده کوي.