1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ارمنيان ښايي له قره باغه ووځي»

۱۴۰۲ مهر ۲, یکشنبه

په اذربايجان کې د ارمني اقليت مشران وايي ښايي د دوی ولس د قره باغ له سيمې څخه ووځي. د اذربايجان ترکنترول لاندې په قره باغ سيمه کې دا مهال ۱۲۰ زره ارمنيان اوسيږي.

https://p.dw.com/p/4WkD0
Armenien-Aserbaidschan-Konflikt | Berg-Karabach-Region
انځور: Russian Defence Ministry/AFP

داويد بابايان چې د قره باغ يو سياسي مشاور دی، وايي چې په قره باغ کې مېشت ارمنيان نه غواړي د اذربايجان تر حاکميت لاندې ژوند وکړي. نوموړي زياته کړه چې «۹۹،۹ سلنه يې دې ترجيع ورکوي چې خپله تاريخي خاوره شا ته پرېږدي.»

اذربايجان ترمخه ويلي وو چې غواړي په قره باغ کې د ارمنيانو حقونو ته درناوی وکړی. خو ارمنيان د خپلو څرګندونو په حواله له غچ اخيستنې څخه ويريږي. په دې ترڅ کې د ارمنستان حکومت له قره باغ څخه ورتلونکو په لسونو زرو کډوالو ته چمتوالی نيسي. خو اصلا ارمنستان غواړي چې ارمنيان په قره باغ کې پاتې شي. 

بابايان دا هم وويل چې معلومه نه ده کډوال به کله د ارمنستان په لور حرکت پيل کړي. ده له کلکو ټکو کار واخيست او ويې ويل چې «زموږ د بې چاره ولس برخليک به د شرم په توګه.... د ټولې متمدنې نړۍ په تاريخ کې ځای ونيسي.»

په قره باغ کې اکثريت توکميز ارمنيان ژوند کوي چې په جنوبي قفقاز کې پرته د قره باغ سيمه يې د ارمنستان د حکومت په مرسته درې لسيزې کنرول کړې وه. قره باغ د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته له آذربايجان څځه د خپلواکۍ اعلان وکړ، خو په نړيواله توګه په رسميت ونه پېژندل شو.

اذربايجان اوس د سه شنبې په ورځ په دغه غرنۍ سيمه کې پراخ پوځي ماموريت پيل کړ چې يوه ورځ وروسته ارمنيانو په قره باغ کې اوربند ته غاړه کېښوده. د اذربايجان په دغه ماموريت کې ښايي د ملکي وګړو په ګډون په سلګونو تنه وژل شوي او ټپيان شوي وي. ارمنيانو د وروستيو انکشافاتو له کبله پر نړيوالې ټولنې د غلي پاتې کېدو او بې تفاوتۍ تور لګولی دی.