1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د جام څلی د نړېدو له خطر سره مخ دی»

۱۴۰۰ دی ۳۰, پنجشنبه

د چارواکو په حواله په غور ولايت کې د جام څلی په سيمه کې د وروستۍ زلزلې له کبله زيانمن شوی دی او د نړېدو خطر یې موجود دی. دا منار چې د يونيسکو کلتوري ميراث دی، آن د دوشنبې ورځې تر زلزلې مخکې هم په ناوړه وضعیت کې وو.

https://p.dw.com/p/45oO2
Afghanistan Minarett von Dschām
انځور: picture-alliance/MAXPPP/Kyodo

۸۰۰ کلن څلی چې په افغانستان کې د اسلامي مهندسۍ له ډېرو مهمو اثارو څخه يو دی، د انديښنې وړ خطرناک حالت سره مخ دی. دا منار چې د يونيسکو له خوا د کلتوري ميراث په توګه درجه بندی شوی، آن د دوشنبې ورځې تر زلزلې مخکې هم په ناوړه وضعیت کې وو.

په غور ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس عبدالحي زغيم د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې دغه ۶۵ متره دنګ جوړښت اوس نور هم ضعيف شوی دی.

نوموړي زياته کړې: «د څلي يو شمیر خښتې نړېدلي دي او هغه نور هم را کوږ شوی دی.» هغه وويل: «که چېرې ورته مناسبه پاملرنه ونه شي نو امکان لري چې هغه ونړيږي.»

د دوشنبې په ورځ دوو پرله پسې زلزلو په بادغيس ولايت کې د لږ تر لږه ۲۲ کسانو ژوند واخيست او په سوونه کورونه یې ويجاړ کړل. د دې زلزلې ټکانونه د هېواد په نورو برخو کې هم احساس شول.

خو يونيسکو د فرانسې خبري آژانس ته په استول شوې اعلاميې کې ويلي: «که څه هم چې څو ورځې تر مخه زلزله راغلې وه خو سملاسي لا داسې شواهد نه لرو چې له کبله دې یې مينار نور هم حساس شوی وي.» په دغه اعلامیه کې زياته شوې: «خو پر دې سربیره هم موږ په غور ولايت کې تماس نيولی څو دغه څه وارزوي.»

د جام څلی چې په دولسمه پيړۍ کې د سلطان غياث الدين د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی وو، که څه هم چې تر اوسه یې د زلزلو، سېلابونو او شديدو طوفانونو په مقابل کې مقاومت کړی دی خو دغه طبيعي پديدو پرې خپل اغیز پريښې دی.

اورښتونو د غور «منار جام» د چپه کیدو ګواښ رامنځ ته کړی

په ۲۰۰۲م کال کې د ملګرو ملتونو د زده کړو، ساينس او کلتور سازمان «يونيسکو» د جام څلی او د هغه لرغوني پاتې شوني د يونيسکو د نړيوال ميراث په توګه درجه بندي کړل.

د دولسمې پيړۍ په وروستیو کې جوړ شوی دا څلی د افغانستان لومړی تاريخي ځای دی چې د ملګرو ملتونو له خوا د نړيوال میراث په توګه نومول شوی دی.

دا څلی د هريرود سيند په اوږدو کې په يوه تنګه دره کې پروت دی او په ۱۹۶۰لسیزه کې آن د غربي سيلانيانو له پاره يو په زړه پورې د ليدو ځای وو.

د يونيسکو لرغونپوهانو په ماضي کې په څو ځلي د دې منار د رغولو هڅه کړې ده خو د موقعيت له کبله یې په دې کار په سمه توګه نه وو توانيدلي. دا سيمه په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدو مخکې هم د هغوی په کنترول کې وه او هلته تل امنيتي ستونزې موجودې وې.

په وروستي ځل په ۲۰۱۹ م کال کې د يونیسکو کارپوهانو له دغه څلي څخه ليدنه کړې وه خو هغه وخت یې ويلي ول چې د منار د نړېدو هيڅ خطر نه شته.

تېر کال د کارپوهانو د دغه ډلې مشر اودرې ازولی پر طالبانو غږ کړی وو چې د دې څلي په ګدون دې د افغانستان د کلتوري ميراث په ساتنه کې مرسته وکړی.

ب. ص/ ش. ن (AFP)