1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

په کابل کې چاودنې درې کسان ټپیان شوي دي

۱۴۰۰ آبان ۲۴, دوشنبه

د عیني شاهدانو په حواله د کابل په کوټه سنګي کې د سړګ د غاړي ماين چاودني درې کسان ټپیان کړي دي. د کابل د پولیسو ویاند مبین خان هم د پیښې پخلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/42zkX
Afghanistan I Bombenexplosion in Kabul
انځور: AP/picture alliance

په کابل کې د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د نوامبر ۱۵) د سړک د غاړي ماين چاودنه کې درې کسان ټپيان شوي دي. د کابل د پولیسو ویاند مبین خان هم د پیښې پخلی کوي او وايي چې پیښه د سړک د غاړې ماین چاودنې له کبله رامنځ ته شوې ده او دا چې دغه چاودنه د کابل په غربي برخه د کوټه سنګي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. مبین خان د پیښې په هکله نور جزئیات نه دي ورکړي.

يوه عيني شاهد مجیب الله دستیار د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې هغه تر چاودنې وروسته درې ټپيان لیدلي او دا چې په دوی کې د یوه روغتیايي وضعیت وخیم وو. د سیمي اوسیدونکي وايي چې تر پیښې وروسته طالبانو سیمه بنده کړې او چا ته د نیږدې کیدو اجازه نه ورکوي.

د کابل په غربي برخو کې وخت نا وخت چاودنې کیږي چې مسئولیت یې هم په زیاتره مواردو کې داعش ډله پر غاړه اخلي. د دې پیښې مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

همدا پرون د یکشنبې په ورځ داعش ډلې په کابل کې د یوې بلې چاودنې مسئولیت هم ومانه چې پکې یو کس وژل شوی وو او شپږ نور ټپیان شوي وو.

د پخواني حکومت تر پرځیدو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، داعش یا اسلامي دولت ډله په افغانستان کې یو ځل بیا فعاله شوې او په دې وروستیو کې یې د افغانستان په مختلفو سیمو کې خونړي بریدونه هم کړي دي.