1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امرالله صالح ادعا رد کړې

۱۴۰۰ تیر ۲۵, جمعه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان هوایي ځواکونو ته د ګواښ په اړه د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال ادعا رد کړې. امرالله صالح ادعا کړې چې پاکستان پر سپین بولدک د افغان هوایي ځواکونو د برید په اړه اخطار ورکړی.

https://p.dw.com/p/3wZK0
Pakistan-Afghanistan Grenzkonflikt
انځور: Asghar Achakzai/AFP/Getty Images

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تیره ورځ په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي ول چې د پاکستان هوایي ځواکونو د افغانستان هوایي ځواکونو ته ګواښ کړی دی چې د سپین بولدک سرحدي بندر د بیرته نیولو اقدام په صورت کې به، د پاکستان د هوایي قواو له غبرګون سره مخامخ شي.

صالح لیکلي دي: «یعنې اوس د پاکستان هوایي ځواکونه د طالبانو د ملاتړ له پاره لاس په کار شوي دي. آیا د دې له پاره چې دغه جګړه د طالب له خوا نه، بلکې د طالب په وسیله ده، کوم بل ثبوت ته اړتیا شته؟»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال دغه ادعا د یوې اعلامیې په ترڅ کې رد کړې ده او ویلي یي دي: «د پاکستان هوایي ځواکونو هیڅکله د افغانستان له هوایي ځواکونو سره تماس نه دی نیولی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې لیکلي دي چې دا ډول څرګندونې د افغانستان د کشالې د یوې سیاسي حل لارې له پاره د پاکستان د نقش لوبولو هڅې کمزورې کوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې افغان حکومت له پاکستان سره پر ګډه پوله په دغه ځای کې د هوایي برید په هکله پاکستان ته اطلاع ورکړې ده او افغانستان حق لري چې په خپل قلمرو کې په دا ډول اقداماتو لاس پورې کړي.

که څه هم د صالح دغو څرګندونو په افغانستان کې ډیر پلویان درلودلي دي او ډېرو کسانو ټینګار کړی دی چې دا له طالبانو څخه د پاکستان د مستقیم ملاتړ ښکارېندویي کوي، خو یو شمیر نورو بیا ویلي دي چې که چیرې دغه خبرداری حقیقت ولري، بیا نو ولی د افغانستان حکومت له رسمي لارې اقدام نه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې که دغه څرګندونې یوازې شعاري جنبه نه لري، نو حکومت باید پر عملي اقداماتو لاس پورې کړي.

په همدې منځ کې د طلوع نیوز خصوصي شبکې بې له دې چې نوم یې واخلي د ځینو سرچينو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د پاکستان د هوایي دفاع ځواکونو د خبرداري له امله د افغانستان هوایي ځواکونو درې عملیاتونه لغوه شوي دي.

د سپين بولدک سرحدي سیمه دوې ورځې مخکې د طالبانو په لاس سقوط شوه. که څه هم افغان چارواکو تیره ورځ وویل چې دغه سیمه یې بیرته نیولې ده، خو پاکستاني چارواکو او طالبانو ویلي دي چې دغه سیمه د طالبانو تر کنترول لاندې ده.

دغه سرحدي بندر تر تیرې ورځې پورې د سوداګریزو لاریو پر مخ تړلی و او په سلګونو کسانو د پولې دواړو خوا ته له سرحد څخه تیریدو ته انتظار ایسته. پاکستاني چارواکو تیره ورځ وویل چې د پاکستان په طرف سرحد کې یې هغه وخت له اوښکې بهوونکي ګازو څخه استفاده وکړه چې خلکو غوښتل په زوره د افغانستان خاورې ته ور واوړي.

پاکستاني چارواکو تیره ورځ خبر ورکړ چې له طالبانو سره تر خبرو اترو وروسته یي دغه بندر قسماً یا په مؤقتي ډول پرانیستې دی.

په چمن سیمه کې پاکستاني چارواکي جمعه داد مندوخیل وویل چې په سپين بولدک کې د طالبانو له قوماندان ملا آدم اڅکزي سره یي تر لیدنې کتنې وروسته دغه سرحد بیرته د خلکو د تګ راتګ په موخه پرانستی دی. دا لومړی ځل دی چې پاکستاني چارواکي د سرحدي مسائلو په اړه له طالبانو سره خبرې اترې کوي.

nz/sn/af/si