1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان بايد مشخصه کړي چې ورځ کې څه شمیر ويزې صادرولی شي»

۱۳۹۹ آبان ۱۱, یکشنبه

د افغان ولسشمر لومړی مرستيال، امرالله صالح وايي د بهرنيو چارو وزارت له پاکستان څخه غوښتي تر څو د هغو ويزو شمیر چې په يوه ورځ کې يې صادروي، مشخص کړي. هغه وايي د ويزې غوښتونکو د مديريت له پاره «انساني لارې چارې» شتون لري.

https://p.dw.com/p/3kij4
Afghanistan Vize-Präsident Amrullah Saleh
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

په ورځ کې په لسونو کسان په کابل کې د پاکستان سفارت او د دغه هيواد نورو سياسي نمايندګيو ته د ويزو ترلاسه کولو له پاره مراجعه کوي. د پاکستان سفارت مخې ته د مراجعينو شمیر، د نورو هيوادونو د سفارتونو په پرتله د پام وړ ډير دی.

د ويزې د ورکړې پر مهال د خلکو اوږده کتارونه او بې نظميو، د افغانستان حکومت غبرګون راپارولی دی.

د جمهوري رياست لومړي مرستيال، امرالله صالح، د يکشنبې په ورځ (د نومبر لومړۍ) په خپله فیسبوک پاڼه کې ليکلي چې د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان له سفارت څخه غوښتي چې د هغو ويزو شمیر چې په يوه ورځ کې يې افغانانو ته توزيع کوي، بايد مشخص کړي.

 صالح ليکلي دي: «موږ غواړو د ويزې د تقاضاکونکو په ليکه کې نظم رامنځ ته کړو تر څو زموږ خلک د اوسني عذاب او کشمکش څخه خلاص شي.» هغه زياته کړې چې د ويزې غوښتونکو د مديريت له پاره «ښې او انساني لارې چارې» شتون لري.

دغه څرګندونې په داسې وخت کې کيږي، چې لس ورځې مخکې د ننګرهار په ورزشي ستډیوم کې د پاکستان ويزې د ترلاسه کولو له پاره ډير شمیر مراجعين راغونډ شوي ول چې د زياتې ګڼې ګوڼې او ټمبه او ټيلې په نتيجه کې ۱۲ ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړ او د ۱۰ ښځو په ګډون ۱۳ تنه نور ټپیان شول.

دغې پيښې په افغانستان کې د پاکستان پر سیاسي نمايندګيو د ويزو په ويش کې د مديريت د نه لرلو له کبله نيوکې ډيرې کړي. تر څنګ پر پوليسو هم د فساد او بډو اخیستو تورونه شتون لري چې د بې نظمۍ عامل ګڼل کيږي.

دويچه وله د/م.ک.ص./م.ن.ص.