1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل له واټونو څخه په زرونو هټۍ لرې کړل شوي دي

۱۳۹۹ آبان ۲, جمعه

په کابل ښار کې د سړکونو د غاړې په زرونو هټۍ او لاسي کراچۍ ليرې او امنيتي ديوالونه له منځه وړل شوي دي. حکومت وايي دغه اقدام يې د «ښاري نظم» او د امنيت د تامين په موخه پیل کړی خو تر څنګ د کسبګرو مخالفت هم له ځانه سره لري.

https://p.dw.com/p/3kLnT
Afghanistan Kabul Verkehr Stau
د کابل ښار - آرشیفانځور: Getty Images/AFP/D. Berehulak

په کابل کې د حکومت دغه اقدامات، د هغه پروګرام يوه برخه ده چې غواړي له لارې ېې په دغه ګډوډ ښار کې «ښاري نظم» رامنځ ته کړل شي.

چارواکو او په وسلو سمبال پولیسو د شنبې ورځې راهيسې د کابل ښار له سړکونو څخه په زرونو هټۍ ليرې کړي دي، تر څو يې د ښار په تنګو کوڅو کې د ګڼې ګونې مخه نيولې او نظم يې رامنځ ته کړی وی.

په دغو هټيو کې له سګريټو نيولې تر نوشابو او خوراکي موادو پلورل کيږي. اوس تمه ده چې د هغو په ليرې کولو سره ښار له ګڼې ګوڼې پاک او د ترافيکو په مسیر کې سهولت رامنځ ته شي.

ښاري نظم وروسته له ۲۸ کلونو 

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال، امرالله صالح روانه اوونۍ پر فیسبوک وليکل: «ښاري نظم به وروسته له ۲۸ کلونو د لومړي ځل له پاره تامين شي.» دغه اقدام په کابل کې چې شاوخوا ۵ ميليونه نفوس لري، د امنيت د ټينګښت په موخه ترسره کيږي.

Afghanistan Kabul Basar in der Stadt
لومړي مرستيال امرالله صالح پر فیسبوک لیکلي چې ښاري نظم به وروسته له ۲۸ کلونو د لومړي ځل له پاره تامين شيانځور: picture-alliance/AA/H. Sabawoon

صالح زياته کړې: «سوالګرو...ته به اجازه ور نه کړل شي چې د واټ په منځ کې ودريږي او يا خپل شیان د سړک په منځ کې هوار کړي.»

د خلکو نظرونه 

عيني شاهدان وايي دوی د کابل له شهر نو د مغازو له مخې څخه د لاسي کراچيو په ليرې کولو خوښ دي.

په سيمه کې د کابل ښار يوه اوسيدونکي وويل: «آفرين. باید هغوی ته اجازه ور نه کړل شي چې بيرته راشي او نيمايي سړک بند کړي.»

خو ترڅنګ د کابل ځينې ښاريان په دې اړه خپل خپګان ښکاره کوي او وايي چې ډيری هټيوال بې وزله خلک دي چې غرفې يې درولودلې.

چارواکي وايي د عمومي سړکونو په سر د هټيو خلاصول له «قانون څخه سرغړونه» ده، او دوی اړ دې چې د دغې ستونزې د حل په موخه اقدامات ترسره کړي، کوم چې پر وړاندې يې د هټيوالو مخالفت راپاريدلی دی.

غلام سخي چې د ميوو د خرڅلاو کراچۍ لري، وويل: «خدای به دوی (حکومتي چارواکي) له خپل قهر سره مخ کړي، څنګه چې دوی موږ څخه د معيشت او کار کولو فرصت واخيست.» هغه وايي چارواکو او پولیسو پرته له دې چې دوی ته د مخه اطلاع ورکړي وي، د دوی ځایونه يې په بيلدوزر واړول.

Afghanistan Kabul - Luftangriff: Rauch steigt auf nach Helikopterangriff
حکومت وايي د «ښاري نظم» رامنځ ته کیدو څخه يې يوه موخه په کابل ښار کې د امنيت تامين دیانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د کابل ښاروالۍ دريځ

خو د کابل ښاروالۍ وياند مصطفی صديقي د هټيوالو سره د هر ډول تاوتريخوالو خبره رد کړه. هغه وويل د هټيوالو مالونه به بيرته دوی ته د اطمينان ورکولو په صورت کې وسپارل شي خو د سړکونو پر سر دوکانونو خلاصولو ته به اجازه ور نه کړل شي.

کابل ښار چې يو وخت يې پر خپلو سپينو واورو پوښلو غرونو او ښایسته منظرو باندې شهرت درلود، له څو ليسزو جګړو په جريان کې يې سخت زیانونه وليدل. اوس د دغه ښار لوی سړکونه او ويالې له کثافاتو ډکې دي، د ترافيکو ازدحام او په تنګو سړکونو کې د هټيو موجوديت د دغه ښار بڼه بې خونده کړې ده.

په وروستيو اوونيو کې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو کچه هم ډيره لوړه شوې ده.

د افغان ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح، په وروستيو کې د کابل ښار د امنیت مسئوليت پر غاړه اخیستی دی. نوموړی د «کابل امن نه دی» په نوم د يو کمپاين په پیلولو سره غواړي د کابل ښار د جنايي مجرمانو او د غیرقانوني هټيو له شتون څخه پاک کړي. امرالله صالح وايي په دې اړه پر فیسبوک د خپلو نوو اقداماتو او پلانونو په اړه پر فیسبوک معلومات خپروي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

دلته کابل ښار په اړه زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ (31.03.2020):