1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صالح: موږ سوله غواړو خو آمرانه سوله هيڅ وخت نه منو

۱۳۹۹ اسفند ۱۸, دوشنبه

د افغان ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال وايي چې طالبان يو «واقعیت دی يا خوږ يا تريخ» او له دغې ډلې سره سولې ته تيار دي خو «آمرانه» سوله هيڅ وخت نه مني. صالح بل ځای ويلي چې پاکستان د افغانستان په جګړه کې يو مستقیم لوری دی.

https://p.dw.com/p/3qMM6
Afghanistan Vize-Präsident Amrullah Saleh
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

امرالله صالح چې نن (د مارچ ۸مه) په کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم د مړينې په ۷ تلین کې د لويې جرګې په تالار کې غږیده، ارګ ته د افغان سولې په تړاو د امریکا متحده ايالاتو د حکومت له لوري د يو استول شوی لیک څخه هم یادونه وکړه. دغه لیک چې ټولنیزو رسنیو ته هم راوتلی، صالح يې په اړه وویل چې دا د هغو مجراو له لوري بهر ته وتلي چې غوښتل يې په دې تړاو موږ تر فشار لاندې راولي.

هغه ويل: «له لويديځې نړۍ او امريکا سره زموږ اړيکې د منافعو او متقابل احترام پر بنسټ دي... که هر وخت دغه منافع تر پښو لاندې کيږي موږ به افغان ولس په جریان کې واقع کوو.»

هغه زیاته کړه چې موږ امریکايي پلاوي سره دوې ورځې شاوخوا څلور ساعته خبرې وکړې او هغوی ته مو وويل چې موږ هيڅکله د افغانستان خلکو د رای له حق څخه نه شو تيریدلی. دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې افغان ولسمشر، اشرف غني هم د افغانستان پارلمان ته په یوه وينا کې وويل چې په افغانستان کې د سیاسي واک د لیږد يوازينۍ لار انتخابات دي.

صالح زیاته کړه چې سوله درې ډوله ده چې يوه يې آمرانه سوله ده او موږ آمرانه سوله نه منو: «موږ آمرانه سوله نه د هغې د بهرني بعد او نه يې هم د داخلي بعد له مخې منو.»

د رويټرز خبري آژانس د يکشنبې په ورځ، د یوې ديپلوماتيکي سرچينې چې د سولې مذاکرات له نژدې تعقیبوي، په حواله ليکلي چې امريکا متحده ایالات فکر کوي چې د دوحي مذاکرات نور کار نه ورکوي او د افغانستان د کشالې د حل له پاره دغه هیواد د نوو بديلو لارو په لټه کې دی. 

په رپوټ کې راغلي دي چې خليلزاد قطر ته په خپل وروستي سفر کې طالبانو ته ځينې طرحې له ځانه سره وړې چې په هغو کې يوه هم د موقت حکومت طرحه ده.

رويټرز په دې تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکي چې امریکا متحده ایالات کومه رسمي طرحه نه جوړوي خو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د راتلونکې له پاره پر لازمو انتخابونو باندې کتنې کوي.

دغه خبره په قطر کې د طالبانو يوه مشر هم منلې خو هغه چې د خپل نوم له ښودلو ډډه کړې، رويټرز ته ويلي وو چې طالبان به په موقتي حکومت کې برخه وانه خلي، خو د دغسې حکومت له جوړېدو سره مخالفت هم نه لري.

د افغان ولسمشر لومړي مرستيال په يوه تازه ټيوټ کې د افغان سولې په اړه پاکستان ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې دغه ګاونډی هیواد، د افغانستان په جګړې او بحران کې يو مستقیم لوری دی.

صالح زیاته کړې: «په جګړه او سوله کې د هغوی رول باید د خبرو اترو يوه برخه وي.» هغه دا هم ويلي چې د «طالبانو مشران په پاکستان کې دي» او چوپه خوله پاتې کيدل او په سادګۍ سره پر هغو سترګې پټول مرسته نه شي کولی.