1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا: په افغانستان کې بندي امریکايان لا هم یو لومړيتوب دی

۱۴۰۳ مرداد ۱۹, جمعه

امریکا متحده ایالاتو د طالبانو په بند کې د درو امريکايي اتباعو د خلاصون قضيې راسپړلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې له طالبانو سره هر ډول تعاملات چې د امریکايي اتباعو خلاصون تضمینوي دوی ته یو لوړ لومړيتوب دی.

https://p.dw.com/p/4jIVd
میلر د اګست په ۸مه وویل چې طالبانو سره هر ډول تعامل چې د امریکايي اتباعو خلاصون تضمینوي دوی ته یو لوړ لومړيتوب دی
امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلرانځور: Celal Gunes/Anadolu/picture alliance

طالبانو دوه امریکايي اتباع هر یو راین کاربیت او محمود حبيبي، پر افغانستان تر بیا حاکمېدو یو کال وروسته یعنې د ۲۰۲۲م کال په اګست کې په دوو جلا پېښو کې په کابل کې ونيول. دریم امریکايي جورج ګلیزمن چې د یو سيلاني په توګه افغانستان ته تللی د ۲۰۲۲م کال په وروستیو ونيول شو.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر، د پنجشنبې په ورځ وويل چې د طالبانو په بند کې امریکایي اتباعو د خوندیتوب په هکله اندېښنه لري.

کاربیت او حبيبي د ۲۰۲۲م کال د اګست په ۱۰مه نیول شوي دي. مېلر د هغوی د نیول کېدو د دوهمې کلیزې په درشل کې په یوه لنډه خبري ناسته کې وویل: «موږ د امریکايي اتباعو، محمود، راین او جورج ګېلزمن د هوساينې په هکله ژوره اندېښنه لرو چې په ناحقه په افغانستان کې نيول شوي دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وويل چې دوی د امریکايي اتباعو د حبس موضوع په هر تعامل کې چې له طالبانو سره ېې لري، راپورته کړې ده.

مېلر زیاته کړه: « څرنګه چې موږ د هغوی د خلاصون له پاره کار کوو، خپلو کورنو ته د هغوی راوستل به د امریکا متحده ایالاتو له پاره د یو لوړ لومړیتوب په توګه ادامه ولري.»

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې تائيد کړې وه چې دوی سره د درو امریکایی بندیانو په ګدون یو شمېر بهرني بندیان شته
په دوحه کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو سازمان دریم کنفرانس انځور: Zabihullah Mujahid

د شکنجې په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي په جون میاشت کې ویلي وو چې کاربیت د خپلې روغتیا د نه جبرانېدونکی زیان او حتی د مرګ د مخنيوي له پاره عاجلو روغتیایي مراقبتونو ته اړتیا لري. د کاربیت په هکله ويل شوي چې هغه له ېوې لسیزې زیات وخت په افغانستان کې ژوند کړی او په غیردولتی موسساتو کې ېې کار کړی دی.

ویاند زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د کاربيت له مېرمنې انا سره په واشنګټن کې وليدل.

حبيبي د یو شرکت چې مرکز ېې په امریکا دی، د شاخواو ۳۰ هغو کارمندانو له ډلې يو دی چې طالبانو په یوه هوايي حمله کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژنې لږ وروسته ونیول. د فولي په نوم بنسټ چې په بهر کې د زنداني امریکايانو څارنه کوي، وايي چې نور کارمندان آزاد شول خو حبيبي لا هم له کوم تور پرته په بند کې پاته دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کاربت او ګیلزمن په «غلطي سره نيول شوي» بللي دي. دا هغه نوم یا اصطلاح ده چې د امريکا لا ډېرې حکومتې سرچېنې ورته پام وراړوي. په دوی کې حبيبي بیا دا ډول نوم نه دی ترلاسه کړی، خو د میلر وويل چې دا په دې معنی نه ده چې د هغه د آزادۍ له پاره دې کار ونشي.

هغه وويل: «زه تاسو وېلی شم چې موږ د هغه په لاس راړولو او آزادولو له پاره هم کار کوو.»

Mks/aa (Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل