1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا پوځ تر غږ چټک د توغندي د بریالۍ آزموېنې ادعا کړې

۱۴۰۱ تیر ۲۳, پنجشنبه

په یوه داسې وخت کې چې د هایپر سونیک یا له غږ څخه د چټک سرعت لرونکو وسلو په سیالۍ کې د چین او روسیې پر لاس بريتوب انديښنه ښودل کیږي، امریکایي پوځ اعلان کړی چې په روانه اونۍ کې یې تر غږ د چټک توغندي بریالۍ آزموېنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4E6AW
Testflug seines Hyperschalljets Waverider
انځور: Abaca/picture alliance

د امریکایي پوځ د پرمختللو دفاعي پروژو څیړنیزې ادارې (DARPA) د چهارشبنې په ورځ (د جولای میاشتې ۱۳ نیټه) اعلان وکړ چې په بریالیتوب سره یي د یوه هایپر سونیک یا تر غږ چټک توغندي چې د «لاکهید مارتینز» امریکایي دفاعي شرکت په وسیله جوړ شوی و، آزموېنه ترسره کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو له لوري د هایپرسونیک توغندیو دغه آزموینه داسې مهال کیږي چې د امریکا له رقیبو هیوادونو چین او روسیې سره د هائپر سونيک توغندیو ډیر نوي سیستمونه موجود دي.

د امریکا د پوځ د پرمختللو دفاعي پروژو څیړنیزې ادارې ویلي دي چې له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکی هایپرسونیک توغندی د امریکا په نیو میکسیکو ایالت کې د سانډز توغندیو په ساحه کې ازمویل شوی دی.

بل لور ته د سه شنبې په ورځ د کالیفورنیا په ساحل کې په یوه بله آزموېنه کې، د امریکا هوایي ځواکونو د «آیئر لانچډ ریسپانس ویپن» په نوم د یوې بلې هایپرسونیک وسلې آزموېنه ترسره کړې ده.

امریکایي پوځ د دغو بریالیو تجربو اعلان، تر دې مخکې د داسې ناکامه کوښښونو او د دې پر جوړولو د لوړو لګښتونو په اړه تر انديښنو وروسته کړی دی. دا اندېښنه هم موجوده وه چې د تر ټولو بهتره هایپر سونیک وسلو د جوړولو په سیالۍ کې امریکا تر خپلو حریفانو وروسته پاتی ده.

د جون په ۲۹ نیټه چې د امریکا متحده ایالاتو په هوایې ایالت کې د کوم هایپر سونیک توغندي آزموېنه شوې وه، هغه په خپل آزمایشي پرواز کې ناکامه شوی و.

هایپر سونیک څه ډول وسلې دي؟

هایپر سونیک وسلې د فضا پر پاسنۍ سطحې د صوت یا غږ تر سرعت پنځه چنده زیات سرعت سره توغول کیږي، یا په بل عبارت سرعت یي ۶۲۰۰ کیلومتره في ساعت ته رسیږي.

د هدف پر لور د یوې هایپرسونیک وسلې تر توغول کیدو مخکې، هغه د یوې جنګي الوتکې د وزر لاندې نصب یا ایښودل کیږي او بیا فضا ته تر پورته کولو وروسته د هدف پر لور توغول کیږي.

تر دې دمخه چې امریکا د دغې وسلې تجربه کړې وه په هغې کې یو ځل هایپر سونیک توغندی د الوتکې له وزر څخه بهر په وتلو کې ناکامه شوی و.

د امریکا د وسلو جوړولو مشهوره کمپنۍ «لاکهید مارتنز» د یوه داسې هایپر سونیک توغندي د جوړولو هیله لري چې د الوتکې پر ځای د لوړ حرکت توپچي توغندي سیستم په وسیله وتوغولی شي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح