1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د نجونو مسمومېدل، ۷۷ يې روغتون ته لېږدول شوي

۱۴۰۲ خرداد ۱۵, دوشنبه

چارواکي وايي، د شمالي سرپل ولایت په دوو لومړنیو ښوونځیو کې نجونې مسموم او روغتون ته وړل شوي. دا د طالبانو تر دویم ځلي واکمنېدو وروسته د نجونو د مسمومېدو لومړنۍ ستره پېښه ده.

https://p.dw.com/p/4SBsj
افغانستان/ کابل کې د نجونو ښوونځی
افغانستان/ کابل کې د نجونو ښوونځيانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

د طالبانو حکومت د سرپل ولایت د پوهنې رییس محمد رحماني د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ میلادي کال جون ۴مه) اعلان وکړ چې ددغه ولایت  په دوو لومړنیو ښوونځیو کې د بیلابیلو برېدونو پرمهال ۷۷ نجونې مسموم کړاې شوي او اوس په روغتون کې بستر دي.

ګومان کیږي چې دا د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست کې د طالبانو تر واکمنېدو راوروسته لومړی پېښه وي.

اړوند مطالب:د زده کونکو د مسمومولو په تور اووه تنه ونیول شول

دغه طالب چارواکي، د مسمومولو ددې پېښه انګېزه شخصي دښمني بللې، خو په دې برخه کې یې نور جزیات ورنه کړل.

د رحماني په وینا،  ۶۰ زده کونکې د کبودآب نجونو ښوونځي او ۱۷ نورې د سنګچارک ولسوالۍ د فیض آباد د نجونو ښوونځي کې مسمومې شوي دي.

هغه آسوشیټډپرس سره په خبرو کې زیاته کړې: «دواړه لومړني ښوونځي یو بل ته نیږدې دي او یو په بل پسې په نښه شوي. مونږ زده کونکې روغتون ته لېږدولي او تر اوسه د هغوی روغتیايي وضعیت ښه دی.»

د افغان نجونو د لومړنیو ښوونځیو ددغو زده کونکو د مسمومولو مسؤلیت کوم چا یا ډلې پرغاړه نه دی اخېستی.

د افغانستان په پخواني راپرځول شوي حکومت کې د نجونو د مسمومولو دغسې پېښو د پړې ګوته تر ډېره طالبانو ته نېول کېده.

اړوند مطالب:مشعل: طالبان د زده کوونکو د مسمومولو تر شا دي

دا پېښه داسې مهال شوي چې له شاوخوا دوو کلونو طالبانو تر شپږم ټولګې پورته ښوونځیو دروازې د نجونو پرمخ تړلي، دغه راز، پوهنتونو ته یې هم په تګ بندیز لګېدلی دی.