1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان وايي تر څو غني په واک کې وي خبرو ته نه حاضريږي»

۱۴۰۰ مرداد ۲۱, پنجشنبه

عمران خان ويلي ما هڅه وکړه چې د طالبانو مشران له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښيني، خو هغوی وايي چې تر څو ولسمشر غني په واک وي له حکومت سره به خبرې اترې ترسره نه کړي.

https://p.dw.com/p/3ysBv
Pakistan Islamabad | Imran Khan, Premierminister
انځور: Saiyna Bashir/REUTERS

د پاکستان لومړي وزير عمران خان پرون چهار شنبه په اسلام آباد کې له بهرنيو خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د افغانستان اوسني وضعيت ته په کتو سره يوه سياسي حل ته رسېدل مشکل ښکاري.

نوموړي زياته کړه: «ما درې څلور میاشتې مخکې اسلام آباد ته د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو د سفر پر وخت هغوی افغان حکومت سره خبرو اترو ته وهڅول.»

عمران خان زياته کړه: «خو هغوی [طالبانو] وويل چې تر څو غني په واک کې وي، دوی به له افغان دولت سره خبرو اترو ته چمتو نه شي.»

عمران په دې ترڅ کې پر امريکا تور ولګاو چې د هغه ګډوډۍ د له منځه وړلو له پاره يې پاکستان يوازې پريښي چې تر شلو کلونو حضور وروسته یې دلته پريښې ده. 

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې چې د تېر ميلادي کال په سپتمبر میاشت کې پېل شوې وې، په ټپه درېدلي دي.

Afghanistan | Taliban-Kämpfer | Stadt Farah
وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې ډېر پرمختګ کړی دیانځور: Mohammad Asif Khan/AP/picture alliance

دمګړۍ د يو شمير هېوادونو استازي چې امريکا متحده ایالات هم پکې شامل دي، د قطر په پلازمينه دوحه کې سره راټول شوي څو د اګست تر ۳۱مې نيټې د مخه چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د اخراج د بشپړيدو نيټه ده، د اوربند د رامنځته کولو له پاره فشار راوړي.

عمران خان وويل هغه فکر کوي چې افغان حکومت به هڅه وکړي امريکا دې ته اماده کړي چې خپل عسکر بيرته افغانستان ته راستانه کړي.

عمران خان: افغانستان کې د پاکستان په اړه غلط تصور د هند پروپاګند دی

هغه وويل: «هغوی[ امريکايي ځواکونه] شل کاله دلته ول. هغوی چې په شلو کلونو کې څه وکړل چې اوس به يو څه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې امريکا د طالبانو پر وړاندې د افغان امنيتي ځواک څخه خپل هوايي ملاتړ ته دوام ورکړی دی، خو دا روښانه نه ده چې د اګست تر ۳۱ نیټې وروسته به هم دغه ملاتړ دوام وکړي او که څنګه.

عمران خان وويل: «پاکستان روښانه کړې» چې پر خپله خاوره امريکايي اډې نه غواړي.

ب. ص/ ک. ص (Reuters)