1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د شخصي ملیشو جوړولو په اړه تازه اندېښنې

۱۳۹۹ بهمن ۱۲, یکشنبه

د افغانستان د ملي امنیت شورا په میدان وردګو کې د امنتیي ځواکونو او د علیپور وسله والو ترمنځ د نښتو په اړه پلټنې کوي. په عین وخت کې په افغانستان کې د شخصي ملیشو جوړولو اندېښنې هم ډېرې شوي. د دغو ملیشو جوړولو ترشا څوک دي؟

https://p.dw.com/p/3odz8
Afghanistan Kundus Sicherheitskräfte Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې د میدان وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د وروستی پېښې د څېړنو په موخه جګپوړی دولتي پلاوی هلته رسیدلی. رپوټونه وايي، امنیتي ځواکونو غوښتل چې د شخصي ملیشو قوماندان عبدالغني علیپور ونیسي خو د نوموړي د کسانو له وسله وال غبرګون سره مخ شول. په دې وسله واله نښته کې د ۹ کسانو وژل کېدو او ۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.

د ملي امنیت شورا دفتر وايي چې د دې شورا د مرستیال عبادالله عباد په مشرۍ ورغلی پلاوی به دا پېښه په هراړخیزه توګه وڅیړي. بل لوري ته د هیواد د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په پېښه کې وژل شوي کسان د قوماندان علیپور وسله وال دي.

هاخوا یوشمېر منتقدین حکومت تورنوي چې د شخصي ملیشو له قوماندانانو سره د حکومت دوه ګوني چلند د دغو ملیشو خوځښتونه ډیر کړي او خلک یې په اړه اندېښمن دي.

د دولت او د دولت ترمنځ ټکر

د لوګر د ولایتي شورا غړي سید قریب الله سادات دویچه ویله ته وویل، په دولت کې دننه ځیني جګپوړي چارواکي د همدغو شخصي ملیشو د قوماندانانو ملاتړ کوي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «تاسو وګورئ چې ولسمشر د قوماندان علیپور د نېولو امر ورکوي خو د هغه دویم مرستیال سرور دانش یې بیا د خوشې کولو ضمانت کوي، دا په خپله د دولت او د دولت ترمنځ ټکر دی.»

د سادات پر وینا د حکومت د بې غوری له امله شخصي ملیشې ځواکمنې شوي چې ښايي د سیمو، قومونو او ان مذهبونو ترمنځ د ټکر سبب شي. د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي پر خپله فیسبوک پاڼه د یوشمېر دغسې قوماندانانو انځورونه خپاره کړي چې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې له خپلو وسله والو سره ازادانه فعالیت کوي.

اصولي په دې اړه وايي: «که مو د هېواد د امنیتي ارګانونو قدرداني او حمایت ونه کړ نو به مو هېواد کنډواله او مختلفې وسلوالې ډلې به له کنټروله ووځي.»

د قوماندان علیپور وسله والو په اړه کورنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي چې خپلسره وسله والې ډلې ورته د منلو نه دي.

هاخوا اسلام اباد کې پخواني افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل وايي چې د تاریخ په اوږدو کې نامسوله وسله والو ډلو تل نظامونه بې ثباته کړي. نوموړي په دې اړوند پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د فاطمیون ډله په نوي نوم افغانستان کې په فعالیدو ده، دا ډله له نورو مسلح مخالفینو سره نه تنها چې څه توپیر نلري بلکه لا خطرناکه او مضره ده. باید جدي او پر وخت مخنیوی یې وشي.»

مشعل نه ده څرګنده کړې چې دا ډله چېرته، څه ډول او د چا په ملاتړ جوړیږي، خو زیاته کړې یې ده چې هرې موضوع ته قومي رنګ ورکول د افغانستان ملي امنیت ګواښلی شي. ویل کیږي چې فاطمیون د ایران په ملاتړ جوړه شوې هغه وسلواله ډله ده چې ډيری جنګیالي یې هغه افغانان دي چې ایران د سوریې جګړې ته لیږلي ول.

یوشمېر شنونکي پردې باور دي چې د حکومت ځیني چارواکي په دې هڅه کې دي چې د شخصي ملیشو په مټ نظام وساتي. د چارو کتونکي عبدالستار سعادت په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «حکومت همدا اوس ملیشې لري، اربکیان لري، اوس یې محلي اردو جوړه کړې او علیپور هم د همدغو تشکېلاتو یوه برخه ده، عملا د ولسمشر د دویم مرستیال له لارې هغه ته پیسې او مصارف ورکول کیږي.»

 سعادت اندېښنه وښوده چې په دې وروستیو کې دا ملیشي او خپلسري تشکېلات د حکومت له کنتروله د وتو په حال کې دي. د نوموړي په خبره په حکومت کې ځیني کړۍ بیا دغسې مسایلو ته قومي او مذهبي رنګ ورکوي چې هغه د افغانستان د راتلونکې په ګټه نه تمامیږي.

اسماعیل شاکر – کابل