1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدې شبکې د طالبانو بري ته مبارکي ویلې

۱۴۰۰ مرداد ۲۸, پنجشنبه

په یمن کي د القاعده شبکې یوې څانگي په افغانستان کي د طالبانو بري ته مبارکي ویلې او اعلان یی کړی چي خپلو فعالیتونو ته به ادامه ورکړي. تردې دمخه په سوریه کي یوې افراطي ډلي هم پرکابل باندي د طالبانو د تسلط څخه هرکلی کړی ؤ.

https://p.dw.com/p/3zA85
Afghanistan | Taliban Kämpfer am Flughafen in Kabul
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/AFP/Getty Images

د عربستان په نیمه جزیره کي د القاعدې شبکې »عقاب« نن پنجشنبه (د اګست ۱۹ مه)  په یوه اعلامیه کي راغلي:» دغه بری او قدرت اخیستل موږ ته ښکاره کوي چي داسلامي شریعت پر مبنأ د ټولي نړۍ څخه د اشغالګرانو د شړلو او هغوی د تجاوز د له منځه وړلو په لار کي مبارزه کامیابه ده.»

دغه اعلامیه د »سایت « په نامه اطلاعاتي ګروپ لخوا چي په ټوله دنیا کي د اسلامپاله پر شبکو باندي څارنه کوي ، نشر سوې ده.

طالبانو د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پوري د خپل حاکمیت پر وخت د القاعده د شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه. د القاعده شبکه په نیویارک کي د جهاني تجارت پر دوو برجونو باندي د سپټمبر د یوولسمي برید مسووله بلل کیږي او په همدې دلیل د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو د حکومت پرضد حمله وکړه.

د امریکا متحده ایالات د عربستان په نیمه جزیره کي د القاعده ډله ، د نړۍ په سطحه د القاعدې د شبکې تر ټولو خطرناکه څانگه بولي او په ۲۰۰۱ کي د سپتمبر د ۱۱مي تر بریدونو وروسته یی په یمن کي د بې پیلوټه طیارو پواسطه ددغي ډلي د جنگیالیو پرضد حملې ترسره کړي دي.

د سیمو اوسیدونکو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چي د عربستان په نیمه جزیره کي د القاعده جنگیالیو د یکشنبه په ورځ په یمن کي د البیضا او شبوه ښارونو کي، قدرت ته د طالبانو راتگ په آتشبازیو او هوایی فیرونو سره لمانځلی دی.

Afghanistan, Herat | Mädchen gehen wieder in die Schule
انځور: Shamshadnews/REUTERS

د القاعدې دغي څانگي د ایران په ملاتړ ددغه هیواد د حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ  د یمن له جگړې څخه په استفادې سره خپل ځانونه قوي کړي دي.

همدارنگه په سوریه کي  د «حیات تحریر الشام» افراطي ډلي چي د القاعده د پخوانیو جنگیالیو لخوا رهبري کیږي ، هم د طالبانو له بري څخه هرکلی کړی دی. 

د «حیات تحریر الشام» ډله کلونه مخکي لا د القاعدې څخه جلا سوې وه او په سوریه کی ورته د ترټولو خطرناکي جهادي ډلي په حیث کتل کیږي. دغه ډله په  سوریه کي د ادلیب سیمي  شاوخوا نیمه برخه تر خپل کنترول لاندي لري.

 «حیات تحریر الشام» په یوه اعلامیه کي ویلي چي:» موږ طالب وروڼو او د افغانستان خلګو ته ددغي کامیابۍ په سبب مبارکي وایو او د خدایه غواړو چي د سوریې انقلاب ته هم بری ورپه برخه کړي«.

څارونکي معتقد دي چي د افغانستان په جنګ کي د طالبانو بری په خاص ډول منځني ختیځ او افریقا کي اکثرو افراطي ډلو ته جرائت وربخښي او هغوی تقویه کوي.