1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: امريکا پر ملکيانو په بمبار سره هوکړه ليک نقض کړی دی

۱۳۹۹ بهمن ۱۰, جمعه

د امريکا د دفاع وزارت وياند څرګندونو ته په غبرګون کې طالبانو امريکا په فبروري کې د هوکړه ليک پر نقض کولو تورنه کړې. تر دې د مخه پنتاګون ویلي ول چې طالبانو پر دې تړون عمل نه کړې.

https://p.dw.com/p/3oZrQ
Mohammad Naim Wardak
د طالبانو د سياسي دفتر وياند، محمد نعيم وردکانځور: DW

تېره ورځ د پنټاګون يا د امريکا د متحده آيالاتو د دفاع وزارت وياند ويلي وو چې طالبان په لاسليک شوي هوکړه ليک کې د کړو ژمنو مطابق عمل نه کوي چې پکې له القاعده سره د اړيکو پرې کول او د تاوتريخوالي کموالی هم راغلي دي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم وردک، د جمعې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته وويل: «مقابل لوري دغه هوکړه ليک نقض کړی دی، هغوی تقريباْ هره ورځ دغه هوکړه ليک نقض کوي.»
د طالبانو د سياسي دفتر وياند زياته کړې: «هغوی ملکي وګړي، کورونه او کلي بمباروي او موږ ورته هر وارې ويلي چې دغه (بمبارونه) نه يوازې د هوکړه ليک نقض، بلکې د بشري حقونو نقض کول هم دي.»
تر دې مخکې، ذبيح الله مجاهد، د طالبانو د ډلې بل وياند، د دوی له خوا د دوحې له هوکړه ليک څخه سرغړونه رد کړې وه او له متحده آيالاتو يې غوښتي ول چې دغه هوکړه ليک ته وفاداره پاتې شي.
د امريکا د متحده آيالاتو او طالبانو تر منځ هوکړه ليک د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې لاسليک شو چې له مخې يې امريکايانو د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ تنو ته راټيټ کړ چې تر می مياشتې پورې به يې صفر ته ورسوي.
په دې هوکړه ليک کې طالبانو ژمنه کړې چې تاوتريخوالي به کموي، پر امريکايي ځواکونو به بريدونه نه کوي، اجازه به ورنه کړي چې تروريستان د طالبانو تر کنترول لاندې سيمو کې د متحده آيالاتو په وړاندې بريدونه طرح کړي او په پايله کې د افغانستان له دولت سره د سولې په مذاکراتو کې پرمختګ وشي.
دغه هوکړه ليک د متحده آيالاتو د پخواني حکومت هغه هڅه وه چې د افغانستان جنګ ختم او امريکايي سرتېري له افغانستانه وباسي. د نوي ولسمشر جو بايډن ادارې که هر څومره ويلي دي چې دغه هوکړه ليک ته به وفاداره پاتې شي، خو زياته کړې يې ده چې په دې به بيا کتنه وکړي چې آيا طالبانو ورباندې عمل کوي که نه. جان کيربي، د پنټاګون وياند، ويلي چې د متحده آيالاتو په ژمنو کې «کوم تغيير» نه دی راغلی. سره له دې هغه دا هم وويل چې «طالبان د خپلو هغو ژمنو سره سم چلن نه کوي چې تاوتريخوالی راکم او له القاعده سره اړيکې پرې کړي.»
په ورته مهال، د امريکا د بهرنيو چارو وزير د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په يوه تليفوني تماس کې يو ځل بيا ويلي چې د امريکا متحده آيالات د طالبانو هغو ژمنو ته چې له تروريستي ډلو سره اړيکې پرې او تاوتريخووالی راکم کړي، د سره کتنه کوي.

af/na (AFPI/ن ص/ب ص