1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستکاناډا

په کاناډا کې د ۲۰ ميليونه ډالرو په ارزښت کانټينر غلا شوی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱, جمعه

د کاناډا د پېرسن له هوايي ډگر څخه د کارگو يو داسي کانټنر غلا شوی دی چې پکښي د ۲۰ ميليونو ډالرو په ارزښت سره زر او نور قيمتي توکي پراته ول.

https://p.dw.com/p/4QO7f
Kanada, Toronto | Lester B. Pearson Flughafen
کانټينر د هوايي ډگر له کارگو ځای څخه غلا شوی دیانځور: Bruce Bennett/Getty Images

د کاناډا چارواکو د پنجشنبې په ورځ وويل چې د تورونتو له پېرسن هوايي ډگر څخه يوه لويه غلا شوې ده. چارواکو ويلي دي چې داسي يو کارگو کانټينر چې پکښي د ۲۰ ميليونه ډالرو په ارزښت سره زر او نور قيمتي توکي موجود ول، وړل شوی دی.

ځايي پوليس چارواکي سټيفن دوويستين ويلي دي چې د زيات ارزښت لرونکی يو کانټينر چې د دوشنبې په ورځ له الوتکې څخه راکښته کړل شوی و او په هوايي ډگر کې ساتل کېدلی، غلا شوی دی.

ياد پوليس چارواکي ويلي دي: »د عادي پروسې په ترڅ کې دغه کانټنر له الوتکي څخه د هوايي ډگر د کارگو ځای ته انتقال کړل شوی او هلته ساتل کېدی.»
 

سټيفن دوويستين زياته کړې ده: »په کانټينر کې ارزښتي توکي ول. په دغه کې سره زر ول خو تر څنگ يې نور ارزښتي توکي هم موجود ول.«

د قيمتي توکو د ورکېدو سره سم و پوليسو ته احوال ورکول شو. خو پوليسو د دغې موضوع په تړاو نور جزيات نه دې روښانه کړي.

سټيفن دوويستين ويلي دي چې پوليس له درو ورځو راهيسي د دغې پيښي په تړاو پلټنې کوي. په وينا يې تر اوسه په دې تړاو هيڅوک نه دی نيول شوی.

آ./ا.ا./ن.ز.