1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د ترکیې او سوریې سره مالي مرسته اعلان کړې

۱۴۰۱ بهمن ۱۸, سه‌شنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې د ترکیې او سوریې له زلزله ځپلو سره ۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته اعلانوي.

https://p.dw.com/p/4NCBv
د طالبانو د رئيس الوزرا مرستیال ملا عبدالغنی برادر
د طالبانو د رئيس الوزرا مرستیال ملا عبدالغنی برادرانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

په دغه اعلامیه کې د طالبانو له قوله راغلي دي چې د ترکیې او سوریې ملتونه یې مسلمان وروڼه دي چې اوس د طبیعي افتونو له امله زیانمن شوي او په همدې خاطر له دوی سره مالي مرسته اعلانوي.

طالبانو له ترکیې سره ۱۰ میلیونه او له سوریې سره ۵ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې ده.

ترکیه او سوریه: د زلزلو د قربانيانو شمیر ۴۲۰۰ کسانو ته رسېدلی

دوی همدا راز ویلي دي چې د طالبانو د ژغورنې او روغتیا ټیمونه هم چمتو دي چې د اړتیا پرمهال د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.

د ترکیې او سوریې ترمنځ په سرحدي سيمو کې د سختې زلزلې له کبله په زرګونه ودانۍ ويجاړې شوي دي چې سخت مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.

تر دا مهاله په ترکیه کې د مړو شمیر ۲۸۲۱ او په سوریه کې بیا ۱۳۰۰ کسان ښوول شوی دی.

سوړ ژمی او د داخلي بېځایه سویو تریخ ژوند

طالبان په داسې حال کې له ترکیې او سوریې سره د مرستو اعلان کوي چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي د لوږې له ناورین سره مخ دي.