1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خیریه سازمان: طالبانو یې ښځو ته د کار اجازه ورکړې ده

۱۴۰۰ مهر ۶, سه‌شنبه

د یوه لوی خیریه سازمان په حواله طالبانو یې ښځو ته په افغانستان کي »اساساً« د کار اجازه ورکړې ده. دغه ناروژي سازمان ویلي دي چي زموږ «ښځینه کارکوونکي امکان لري له نارینه کارکوونکو سره یوځای کار وکړي.»

https://p.dw.com/p/40ynN
Afghanische Flüchtlinge aus dem Iran abgeschoben
انځور: Tanha

دغه خبره د مهاجرینو شورا (NRC) په نامه نارویژي خیریه سازمان آمر جان ایګلنډ د فرانسې خبري آژانس ته د طالبانو د لوړ رتبه مقاماتو سره تر لیدلو وروسته کړې ده.

ایګلنډ ویلي دي چي طالبانو «اساسأ» منلې ده چي په «ډیرو ځایونو او نواحیو کي به په کراره کراره سره ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي.» هغه اضافه کوي او وايي چي سازمان یې کوښښ کوي اوس په ۱۴ ولایتو کي، په کومو کي چي يې سازمان فعالیت لري، هلته له طالب چارواکو سره د ښځو د کار کولو په خاطر معامله وکړي.

خو لکه څنګه چي تجربو ښوولې ده، سخته ده چي د کابل څخه اوامر دي په ولایاتو کي ژر تطبیق سي. داسي چي ځیني سیمي به ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي چي د نارینه وو تر څنګ کار وکړي، خو په نورو ځایو کي به بیا نارینه او ښځي په جلأ ډول کار کولو ته پریښول سي. داسي ولایتونه او ځایونه به هم وي چي اصلاً به ښځو ته د کار کولو اجازه ور نه کړي.

د ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱ م کال پوري د طالبانو د اولي دورې پر مهال ښځي د عامه انظارو څخه عموماً وشړل سوې. خو د طالبانو نوې رهبري بیا اعلان کړی دی چي دغه مقررات به دا پلا ډیر جدي و نه نیسي.

Afghanistan Rückkehrer in Kabul
انځور: NRC/Enayatullah Azad

خو قدرت ته د طالبانو له رسیدو راهیسي ښځي تر ډیره حده پوري بیا هم د عامه انظارو څخه لیري سوي او نه پریښول کیږي چي په حکومتي ارګانو کي خپلو کارو ته ادامه ورکړي. نجوني هم تر اوسه پوري اجازه نه لري چي په متوسطو او لیسو کي خپلو درسو ته ادامه ورکړي.

په همدې حال کي دغه نارویژي خیریه سازمان اعلان کړی دی چي په هغو ځایو کي به ښوونځي بیرته شروع نه کړي چي نجوني پکښې ښوونځيو ته نسي تللای.