1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د احمد شاه مسعود۲۲ تلین سږ کال څرنګه ونمانځل شو؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ شهریور ۱۸, شنبه

یوشمېر سیاسي جریانونو او سیاستوالو د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د وژل کېدو د ۲۲ تلین په مناسبت اعلامیې خپرې کړي. خو په کابل کې دا ورځ څنګه تېره شوه؟

https://p.dw.com/p/4W964
احمد شاه مسعود د طالبانو د لومړنی واکمنۍ په مقابل کې د خپل ژوند تر پایه مقاومت وکړ
احمد شاه مسعود د طالبانو د لومړنی واکمنۍ په مقابل کې د خپل ژوند تر پایه مقاومت وکړانځور: AP

پوره ۲۲ کاله وړاندې په همدې ورځ (د سپټمبر ۹مه) پخوانی جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي برید له امله ووژل شو.

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په ۹مه دوه برید ګر چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي ول، ځانونه يې د احمدشاه مسعود تر هستوګنځي ورسول.

د یوشمېر کسانو د روایت له مخې چې ګویا د پېښې په ځای کې ول،  چاودېدونکي توکې په ویډیويي کامره کې ځاي پرځای شوي وو. د هغوی پروینا له احمد شاه مسعود لومړی د افغانستان د وضعیت په تړاؤ وپوښتل شول، خو هغه لا ځواب پيل کړی نه ؤ چې چاودنه وشوه.

طالبان اوس د مسعود یادغونډو ته اجازه نه ورکوي
طالبان اوس د مسعود یادغونډو ته اجازه نه ورکويانځور: AP

د مسعود یادون خو په مجازې نړۍ کې

د افغانستان ژغورنې لپاره مقاومت شورا په نوم سیاسي جریان د احمد شاه مسعود د وژل کېدو ۲۲ تلین په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان له سیاسي او اقتصادي وضعیت څخه د اندېښنې ترڅنګ پر نړېواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان د خلکو د برخلیک په تړاؤ دې بې تفاوته نه پاتې کیږي.

ددې شورا په اعلامیه کې راغلي: «باید پرې نه ښودل شي چې د شاوخوا ۴۰ میلیونه انسانانو برخلیک د یوې نامسئولې ډلې په لاس کې واوسي، داسې ډله چې پر هیڅ ډول انساني ارزښتونو، په حقوقي او اخلاقي نورمونو باوري نه ده.»

دې شورا د طالبانو حکومتولي نامشروع او ظالمانه بللې او زیاته کړې یې ده چې ددې ډلې واک له تاوتریخوالي، بې وزلي ډېرېدا، ظلم او جنایتونو له دوام پرته بل څه له ځان سره نه لري.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپلو ټولیزو شبکو احمد شاه مسعود «خپلواکي غوښتونکی مبارز» یاد کړی دی.

ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د مسعود له موخو یوه یې د هېواد ټولو وګړو لپاره د مساوي حقونو ټینګښت وه.»

پخواني جمهوري نظام کې احمد شاه مسعود ته د ملي قهرمان لقب د منل کېدو ترڅنګ د هغه د وژل کېدو ورځ عمومي رخصتي او ټوله اونۍ یې د شهېدانو اونۍ نومولې وه.

له تېرو دوو کلونو چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د احمد شاه مسعود د وژل کېدو عمومي رخصتي له منځه تللې او په عمومي توګه د هغه یاد غونډې یا نه جوړیږي او یا یې هم اجازه نه ورکول کیږي.

په کابل کې د سنبلې ۱۸مه څنګه تیریږي؟

د کابل یوشمېر اوسېدونکي چې د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې یې د سنبلې ۱۸ مه د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود یاد غونډې او لمانځنې په یاد دي، وايي، د مسعود پلویانو د لمانځنې خورا ناوړه دود اېښی ؤ.

اړوند مطالب:

د شهید اونۍ لمانځنه د نورو انسانانو د ژوند په بیه تمامه شوه

 په سرکونو د موټرونو لوی کاروانونه، د لویو لارو او سرکونو بندول، هوايي ډزې او د خلکو ځورول هغه څه ول چې ځینو ته یې ان ځوروونکې خاطرې پرځای پرېښې دي.

د عوض حیاتي په نوم د کابل ښار یوه اوسېدونکي دویچه ویله ته وویل: «پخوا به د سنبلې اتلسم داسې لمانځل کېده چې د خپل قهرمان پلویان به واټونو ته راووتل موټرونه به یې په خپله خوښه رنګ کړل، ډزې به یې کولې حتی په حکومت او قانون یې حساب نه کاوه. هر کال به د هغوی د هوايي ډزو له امله خلک شهیدان او یا هم ټپیان شول، خو اوس دا خبرې نه شته.»

د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي عارف صمیمي دویچه ویله ته وویل، په تېرو شاوخو ۴۰ کلونو کې نیږدې ټولو افغانانو قربانۍ ورکړي، خو ددې ټول امتیاز یو کس ته په داسې بڼه ورکول انصاف نه دی: «که مونږ وګورو افغانستان کې ډېر قهرمانان تیر شوي خو د هیچا ورځ هم په داسې بڼه نه لمانځل کیږي او یا نه لمانځل کېده.»

احمد شاه مسعود د پخوانیو مجاهدینو پيژندل شوی قوماندان ؤ چې تر پخواني شوروي ځواکونو وروسته د طالبانو په وړاندې يې هم د پنجشیر په دره کې د هغوی د لومړنۍ واکمنۍ تر وروستیو پورې مقاومت وکړ.