1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: موږ باید د غوښو مصرف راکم کړو

۱۴۰۱ بهمن ۲۲, شنبه

د زراعتي اقتصاد پوه، متین قایم په نظر شتمن هیوادونه باید د لوږي سره د مبارزې په لار کي د غوښو مصرف ډیر راکم کړي.

https://p.dw.com/p/4NMTX
Fleischproduktion in Kroatien
په یوه مسلخ کي د غوښو ټوټه ټوټه کولانځور: Pivac Grupa

د بون د پوهنتون د پرمختیايي تحقیقاتو د مرکز دغه آمر د پروتستانت کلیسا د خبري آژانس epd سره په خبرو کي ویلي چي «د ټولي دنیا د ۴۰ فیصده زراعتي مځکي څخه د مالونو ( لکه غواوو، پسونو، سرکوزو، چرگانو او نورو) د خوراکې دپاره کار اخیستل کیږي. تر ټولو ډیر بیا د سرکوزو، غوایانو او مرغانو دپاره». په خبره یې «دا په اصطلاح بیخي یو لوی پېچ دی، چي باید وپیچل سي». غټ مشکل لا دا دی چي په ټوله دنیا کي د غوښو استعمال ورځ په ورځ نور هم ډیریږي.

Kroatien Schweinemast Vajda
د کروشیا هیواد په یوه زراعتي فارم کي د سرکوزو ساتلانځور: Vedran Tolic/Pivac Grupa

یوکال دمخه پر اوکراین باندي د روسیې د حملې په نتیجه کي نرخونه بیحده لوړ سوه. دغه دواړه هیوادونه يعنې روسیه او اوکراين د غنمو او جوارو د صادراتو د مهمو صاردونکو هیوادونو له جملې څخه وه او د صادراتو کمیدل او یا حتی قطع کیدل یې پر نړۍ باندي بیحده ډیر منفي تأثیر وکړ او په جهاني سطح یې لوږه نوره هم ډیره کړه.

ځکه نو قایم گمان نه کوي، چي د بین المللي ټولني هغه هدف به پوره سي، کوم چي غواړي تر ۲۰۳۰ م کال پوري په نړۍ کي لوږه ختمه کړي.

د غوښو په ارتباط یو بل مطلب : انسان ولې دومره غوښه خوري؟

قایم همدارنگه ویلي، چي د غذايي موادو قیمتونه حتی د ۲۰۲۰ م کال راهیسي په ښکاره ډول سره پورته سوي دي. ځکه «د زراعتي محصولاتو جهاني عرضه د هغې تر تقاضا کمه سوې ده.« دا پدې خاطر چي زراعتي محصولات د پخوا په ډول ډیر نه دي تولید سوي، چي تر یوه حده پوري په اقلیمي تغیير پوري هم اړه لري. دا بیا پخپل نوبت سره د سختی خرابي هوا او وچکالیو سبب کیږي. د دې تر څنگ د انرژۍ او کیمیاوي سري لوړو بیو هم زراعتي محصولات راکم کړي دي.

د غوښي اړوند دغه مطلب هم لوستلای سی: آيا په غوښه او شيدو کې موجود میکروبونه د سرطان لامل کیږي؟

د کرونا وبا هم د خوراکي موادو پر بازارونو باندي منفي تأثیر وکړ. جنگونه او شخړي پدې برخه کي وضعیت لا نور پسي خرابوي او «دلته یوازي یو شی کومک کولای سي، اوهغه دا چي ډیر او پایداره تولید وسي او په عین حال کي په مصارفو کي سپما او صرفه وسي.»