1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

له بریتانیې څخه رواندا ته د پناه غوښتونکو لومړنۍ پرواز

۱۴۰۱ خرداد ۲۴, سه‌شنبه

د سه شنبه په ورځ به له بریتانیې څخه په غیرقانوني ډول د راغلو پناه غوښتونکو لومړنۍ الوتکه د روواندا په لور حرکت وکړي. د بریتانیې حکومت له دغه هیواد سره د پیسو په مقابل کې د غیرقانوني مهاجرو د منلو هوکړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Cfxj
Großbritannien Protest gegen die Abschiebung von Geflüchteten zurück nach Ruanda
انځور: Niklas Halle'n/AFP/ Getty Images

د بریتانیې د حکومت له پلان سره سم به، په اصل کې په دغه الوتکه کې ۳۱ پناه غوښتونکي د ختیځې افریقا دغه هیواد ته واستول سي، خو د Care4Calais د مرستندویه سازمان په حواله د فردي اختلافاتو له کبله د ۲۳ تنو ټکټونه لغوه سوي دي. د نوموړي سازمان په خبره دغه الوتکه اوس هم اتو تنو پناه غوښتونکو ته ځانگړې سوې ده. د پناه غوښتونکو سازمانونو او د کارگرانو یوې ټولنې د دغه شخړه اییز پرواز پر وړاندې اعتراض وکړ خو د جمعې په ورځ د بریتانیا سترې محکمې مخی ته د هغوی دغه هڅه ناکامه سوه.

همدارنگه د دوشنبې په ورځ په دې اړه د هغوی له خوا د استناف درخواست هم د لندن د محکمې له خوا رد سو. د بریتانیې حکومت له رووندا هیواد سره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې د ختیځې افریقا دغه هیواد په غیر قانوني ډول راغلو مهاجرو ته د پیسو په مقابل کې په خپل هیواد کې ځای ورکوي.