1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مختلفو ولایتونو کې له لسو ډير افغان پولیس وژل شوي دي

۱۳۹۹ دی ۲۷, شنبه

په هرات کې سيمه يز پوليس د ماښام ډوډۍ ته ناست ول چې درې تنو طالب جنګياليو ورباندې په غوريان ولسوالۍ کې ډزې وکړې. په کابل کې دوه تنه پوليس د سړک غاړې ماين وژلي دي.

https://p.dw.com/p/3o0HR
Afghanistan Kabul Bombenanschlag
د آرشيف انځورانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د هرات ولايتي شورا غړو توريالي طاهري او سردار بهادري د آلمان خبري اژانس ته د ۱۲ امنيتي ځواکونو د وژلو په هکله معلومات ورکړي چې په خبره يې طالبانو د هغوی وسلې له ځان سره اخيستې او له سيمې څخه تښتېدلي دي. د هغوی په خبره په غوريان ولسوالۍ کې ډېری سيمې د طالبانو له خوا کنتروليږي.

ورته مهال د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار کې دوه تنه پوليس په خپل موټر کې د سړک غاړې ماین د چاودنې په پيښه کې وژل شوي دي. دغه خبره چارواکو کړې ده.

د پولیسو پر دغه موټر چاودنه د کابل په زړه، د پوهنتون پر سړک شوې ده. دغه خبره د پوليسو وياند، فردوس فرامرز، کړې ده. په دغه پېښه کې د فرامرز په خبره دوه تنه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.

هاخوا د بغلان ولایت د پولیسو وياند رسنیو ته د درو پولیسو د مرګ ژوبلې څخه خبر ورکړی دی. جاويد بشارت وويل چې د پلخمري ښار د دوهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې یو ماين ځای پر ځای کړی وو چې د پولیسو يو موټر پرې ختلی او چاودلی. هغه وويل په پيښه کې یو پولیس وژل شوی او دوه ټپيان دي.