1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په سلو ځوانان له امنيتي ځواکونو سره يوځای کيدو ته تيار دي»

۱۴۰۰ مرداد ۱۴, پنجشنبه

د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند په هېواد کې دننه او د باندې د وسله وال پوځ په لیکو کي د نجونو په گډون د سلونو ځوانانو له یو ځای کیدو څخه خبر ورکوي. هغه وایی چي طالبانو په دوو وروستیو میاشتو کي ۱۷۲ ښوونځي ویجاړ کړي. 

https://p.dw.com/p/3yaMa
Afghanistan General Ajmal Omar Shinwari
د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواریانځور: Wakil Kohsar/Getty Images/AFP

د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند ،اجمل عمر شینواري نن پنجشنبه (د اگست پر پنځمه) په کابل کي ددې اونۍ خپله خبري ناسته د «الله اکبر» په ناره پیل کړه.

هغه په کابل کي په دغه ناسته کي، امنیتي ځواکونو ته د نجونو په گډون د زرو ځوانانو د شاملیدو له لیوالتیا څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه چي« یوازي ۵۰۰۰ نجوني او هلکان، پوځي تعلیمي مرکزونو ته د داخلیدو د آزمویني د ورکولو په تمه دي او د نجونو په شمول په لسونو ځوانان له هیواد څخه بهر، د امنیتي ځواکونو په لیکو کي شاملیدو ته آماده دي او د افغانستان له نظامي چارواکو سره یې په دې هکله اړیکي نیولي دي.»

د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند زیاتوي چي په تیره یوه اونۍ کي طالبانو په ۷۰ ترهگریزو بریدونو، ماینونو په چاودنو او د یوه موټر بم د چاودني په نتیجه کي ۱۷۲ ملکي کسان وژلي او ۲۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

سربیره پردې، د افغانستان د وسله وال پوځ ویاند زیاته کړې چي په تیرو دوو میاشتو کي د جگړې په زیاتیدو سره، طالبانو ۱۷۲ مکتبونه تخریب کړي چي په زرو کوچنیان له زده کړو څخه بې برخي سوي دي.

د افغانستان د وسله وال پوځ د ویاند د معلوماتو له مخي ، ددغه هیواد امنیتي ځواکونو په یوه اونۍ کي په اتو ولایتونو کي ۱۷۲ بیلابیل عملیات پر لاره اچولي دي.

هغه څرگنده کړه چي په دغو عملیاتو کي د پاکستاني او چیچنیایی جنگیالیو په شمول په سلو ترهگر وژل سوي او د القاعده د شبکې د دوو غړو په گډون په سلو نور زخمیان سوي دي. همدارنگه د داعش د ډلي د دوو غړو په شمول ۶۰ تنه  نور کسان نیول سوي هم دي.

هغه زیاتوي چي د القاعده د شبکې ددغو دوو غړو په هکله ارزوني پیل سوي دي.

د پوځي ځواکونو دغه جنرال زیاتوي چي په تیرو ۴۸ ساعتونو کي د افغانستان په دننه کي طالبانو ته دومره سخت تلفات اوښتي چي په تیرو ۲۰ کلونو کي یې ساری نه درلود. د هغه په خبره یوازي د هلمند په ولایت کي په ۲۴ ساعتونو کي ۲۰۰ طالب جنگیالي وژل سوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کي د جگړو په زوراخیستلو سره پر ځاني او مالي تلفاتو سربیره، په زرو کورنۍ بې ځایه سوي دي. د جگړې دواړه خواوي يو بل د ملکي کسانو په وژنه تورنوي.

د افغانستان په جنوب کي د هلمند ولایت اوسیدونکي وایی چي طالبان د خلکو کورونو او عامه ځایونو ته ننوتي او د حکومتي ځواکونو پرضد جنگیږي. په دغه ولایت کي پوځي قوماندانانو له خلکو غوښتي چي خپل کورونه پریږدي.

GP/BS/SHI