1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بې سرحده خبریالانو د افغان ژورنالیستان د ژر منلو غوښتنه کړې

۱۴۰۱ خرداد ۴, چهارشنبه

د بې سرحده خبریالانو سازمان او پخواني ژورنالیستان، په افغانستان کي د رسنیو د کارکوونکو د ملاتړ او د هغوی د ژر تر ژره منلو غوښتنه کوي. په تیره بیا خبریالاني له سختو گواښونو او محدودیتونو سره مخامخي دي.

https://p.dw.com/p/4BpKp
Afghanistan Sender Tolo News | Sonia Niazi, Verschleierung von Journalistinnen im TV
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

په جرمني کي د بې سرحده خبريالانو سازمان مشر کریستیان میهر، د سه شنبه په ورځ په برلین کي وویل چي د جرمني حکومت باید په دې برخه کي ژر تر ژره اقدام وکړي. هغه ويلي دي چي «هلته داسي کسان سته چي عاجلو مرستو ته اړتیا لري او نه سي کولای د هغوی د منلو د پروگرام پیليدو ته انتظار وباسي».

هغه زياته کړې ده، چي سختو قضیو ته په اوس وخت کي رسیدگي نه کیږي، په دې ډول د هغو کسانو ویزې چی په دریم هیواد کي انتظار باسي، ختمیږي او افغانستان ته د بیرته ستنیدو په صورت کي به د زندان له گواښ سره مخامخ سي.

میهر آلمان ته د راتګ د مختلفو لارو چارو په هکله غوښتنه کوي: «د جرمني ایالتونه باید د منلو پروګرامونه رامنحته کړي. پرته له دې باید په ځانگړي ډول سختو قضیو ته ژر تر ژره رسیدگي وسي او د کورنیو الحاق باید ممکن سي. هغه سختي قضیې چي تراوسه پوري نه دي پروسس سوي، باید د منلو په دغه نوي پروگرام کي محاسبه نه سي.»

میهر شکایت کوي چی طالبان تل د رسنیو کارکوونکي په ظالمانه ډول ترتعقیب لاندي نیولي. اوس ژورنالیستاني مجبوري دي په تلویزیونو کي خپل مخونه په جبري ډول پټ کړي. ډېرو یې خپل کارونه پرې ایښي او تیښتي ته مجبوري سوي او یا یې هم له بیري ځانونه پټ کړي دي.

افغان ژورنالیسته شکیلا ابراهیم خیل چي په ۲۰۱۶م کال کي آلمان ته مهاجره سوې، وايي: «په خاص ډول د ښځینه ژورنالیستانو له پاره حالت خطرناک سوی دی. ډیری یې له کاره ایستل سوي. ژورنالیستان نور نه سي کول په آزادانه ډول رپوټونه خپاره کړي. په حقیقت کي په کلیو او ولسوالیو کي اصلاً نور رسنۍ وجود نه لري.»

افغان ژورنالیسته مبینه ساعي چی د بې سرحده خبریالانو سازمان په مرسته آلمان ته مهاجره سوې ده، وايي چي افغان حکومت او نړیوالي ټولني په تیرو وختو کي تل د طالبانو له گواښ څخه خبرداری ورکړی وو. ټولي لاس ته راوړني بیرته له منځه ولاړي. د رابعه بلخي په نامه راډیو پخوانۍ مشري وویل چي رسنۍ نور نه سي کولای په شفاف او آزادانه ډول فعالیت وکړي.

د تیرکال په اګست میاشت کي واک ته د طالبانو له رسیدو سره، په افغانستان کي د بشري حقونو وضعیت په ښکاره ډول خراب سوی دی. په خاص ډول د ښځو حقونه سخت محدود سوي دي. په دې وروستیو کي طالبانو د هیواد رسنۍ هم په نښه کړي. د بې سرحده خبریالانو د مطبوعاتو د آزادۍ په شاخص کي افغانستان له ۱۸۰ څخه ۱۵۶م ځای لري.