په تېره يوه مياشت کې تر ۴۰۰۰ زيات افغانان آلمان ته رسېدلي
۱۴۰۰ شهریور ۲۶, جمعهد آلمان د کورنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ ويلي چې له افغانستان څخه تېره کابو يوه مياشت کې په ټولیزه توګه ۵۴۰۴ کسان رسېدلي دي چې له دوی څخه یې ۴۵۵۹ افغانان او نور ۵۲۲ تنه آلماني اتباع دي.
د معلوماتو پر اساس په افغانانو کې د آلمان د پوځ او موسساتو ۲۵۹ پخواني کارکوونکي او د هغوی د کورنيو ۹۴۵ غړي هم شامل دي.
د کورنيو چارو وزارت په روانه اوونۍ کې تقريباً ۲۶۰۰ د بشري حقونو فعالونو، هنرمندانو، ساينس پوهانو، خبريالانو او نورو د خطر سره مخامخ کسانو ته په آلمان کې د اقامې اجازه ورکړې ده.
دا په دې معنا ده چې دغه کسان، د ژوند ملګري او ماشومان به يې په آلمان کې د اقامې حق ولري او مجبور به نه وي د پناه غوښتنه وکړي.
د آلمان د حکومت د معلوماتو په حواله د طالبانو له خوا د کابل تر نيولو وروسته د آلمان پوځ د اخراج په پروازونو کې کابو ۴۵۸۷ کسان آلمان ته راغلي دي چې له دوی څخه یې ۳۸۴۹ افغانان او ۴۰۳ آلماني اتباع دي.
د اګست میاشتې په پای کې د هوايي پله تر تړل کیدو وروسته بيا نور کسان د پاکستان او يا د قطر له لارې آلمان ته ورسېدل.
ب. ص/ ن. ص (dpa)