1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امرالله صالح حزب تحریر ته خبرداری ورکړی دی

۱۳۹۹ اسفند ۱۰, یکشنبه

د افغانستان د جمهوري ریاست لمړي مرستیال، امرالله صالح اخطار ورکړی، چي د حزب تحریر ځیني غړي چي د ترهګرو ډلو سره فکري ملګرتیا او همکاري لري، د نظام پرضد فعالیت او تبلیغاتو څخه لاس واخلی.

https://p.dw.com/p/3q1gq
Afghanistan Vize-Präsident Amrullah Saleh
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

د افغانستان د حکومت دغه چارواکي پخپله فیسبوک صفحه کي لیکلي، چي حزب تحریر د عدلیې په وزارت کي ثبت ندی او په همدې دلیل د اجتماعاتو د جوړیدو او تبلیغاتو حق نلري.

هغه همدارنګه ویلي دي، چي د افغانستان حکومت دغه حزب په رسمیت نه پيژني او تر هغه وخته پوري چي دغه حقوقي قضیه حل سوې نه وي، د دغي مشکوکي شبکې هر نوع فعالیت غیرقانوني دی.

 ښاغلي صالح همدا راز زیاته کړې چي په نیږدې راتلونکي کي به د دغه حزب سره د حکومت قانوني او حقوقي برخورد تر بحث او کار لاندې ونیول شي.