1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صالح د حکمتیار څرګندونې «سیاسي ټوکې» بللي دي

۱۳۹۹ بهمن ۲۷, دوشنبه

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ارګ د محاصره کولو په اړه د ګلبدین حکمتیار خبرداری «سیاسي ټوکه» بللې ده. هغه ویلي دي چې حکمتیار «په ۴۰ کاله بغاوت او دسیسې» سره ونه شوای کولی ارګ ته لاره پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/3pNTz
Afghanistans Vizepräsident überlebt Bombenattentat
انځور: picture-alliance/dpa/R. Gul

د حزب اسلامي د رهبر ګلبدین حکمتیار تازه څرګندونې د افغانستان د حکومت له تند غبرګون سره مخامخ شوي دي.

حکمتیار د یکشنبې په ورځ له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وتلو کلیزې په مناسبت مراسمو کې خبرداری ورکړ چې که حکومت له دې ګوند سره د شوي توافقنامې د ژمنو پر اساس عمل ونه کړي، نو د پراخو مظاهرو په لاره اچولو سره به ارګ محاصره او حکومتي چارواکي د «پرچمیانو» له برخلیک سره مخامخ شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح چې په روزمره شکل له خپل فیسبوک پاڼې څخه د اعلامیو او حکومتي پریکړو خپرولو له پاره استفاده کوي، په یوه نوي پيغام کې د حکمتیار دغه خبرداری سیاسي فکاهي یا سیاسي ټوکه بللې ده.

نوموړي ویلي دي: «پریږدئ چې ووایي. هر څه یې چې زړه کې دي ووایي. سیاسي ټوکې لا زیات خبر جوړونکي دي.»

د افغان حکومت دغه لوړپوړي چارواکي د حکمتیار خبرو ته په اشارې سره وویل: «تر ۴۰ کلونو ډیرې مودې راهیسې د بغاوت، کودتا، دسیسو، توطئو، جنګ او قتلونو دوامداره او مایوسه کوونکو هڅو نوموړی ارګ ته ونه رساوه.»

 Gulbuddin Hekmatyar
د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیارانځور: Reuters/Parwiz

نوموړي زیاته کړې ده: «هیڅ د افغانستان ضد ادرس نشته چې هغه (حکمتیار) ورته مراجعه نه وي کړې، خو په پای کې بیا هم ارګ ته ونه رسید.»

صالح زیاته کړې ده بالاخره وروسته له دې چې حکمتیار ملي بیرغ، اساسي قانون او نظام ته غاړه کیښودله ارګ ته مېلمه شو، څو وکولی شي یو څو ساعته هلته تیر کړي. د نوموړي اشاره د سولې هغې موافقتنامې ته وو چې د افغان حکومت او د حکمتیار ترمنځ لاسلیک شوې وه.

ګلبدین حکمتیار همدارنګه حکومت د سولې په مخالفت کولو تورن کړی دی او ادعا یې کړې ده چې د بندرونو له لارې د وسلو کانتینرونه افغانستان ته را ننوځي او د طالبانو پخواني مخالف قوماندانانو ته ویشل کیږي، څو جنګ ته اماده ورکړل شي.

خو امرالله صالح په دې اړه ویلي دي چې حکومت اړ نه دی چې په پټه او قاچاقي ډول وسلې راوړي. نوموړي واضحه کړه چې حکومت تل وسلو ته خپله اړتیا په څرګند او مشروع ډول پوره کړې ده.

د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې موافقتنامه د ۲۰۱۶م کال کې د سپټمبر میاشتې پر ۲۲ نیټه لاسلیک شوې وه. د حکمتیار اسلامي حزب ادعا کړې چې د نوموړي توافقتنامې پر اساس باید د دغه ګونډ ټول محکوم شوي بندیان آزاد شوي وای، خو دا کار نه دی شوی.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز