1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه په منځنۍ آسیا کي خپله پوځي وړتیا پياوړې کوي

۱۴۰۰ مرداد ۷, پنجشنبه

د روسیې د دفاع وزیر ویلي چي هیواد یې د افغانستان بحراني حالت ته په کتو سره، په منځنۍ آسیا کي د خپلو پوځي اډو«جنگي وړتیا» تقویه کوي. همدارنگه روسیه به له افغانستان سره په سرحد کي په یوه گډ پوځي مانور کي هم برخه واخلي.

https://p.dw.com/p/3yFvP
Die 201. Militärbasis Russlands in Tadschikistan
انځور: DW

د روسیې د دفاع وزیر سرگي شویگو د چارشنبه په ورځ څرگنده کړې چي د خپل هیواد پوځي اډې به په منځنۍ آسیا کي د شوروي اتحاد په پخوانیو جمهوریتونو تاجيکستان او قرغزستان کي د «د بحراني حالت پر وړاندي د غبرگون» په توگه لا ښه مجهزي کړي.

د روسیې د دفاع وزیر د تاجيکستان په پلازمېنه دوشنبه کي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره د دغه هیواد وضعیت له گاونډیو هیوادونو څخه خپلو سیالانو لکه د چین د دفاع وزیر وای فینگه سره تر بحث لاندی ونیو.

شویگو وویل چي امریکا متحده ایالات د خپلو ځواکونو په «چټک ایستلو» سره افغانستان له یوه خطرناک حالت سره مخامخ پریږدي. انترفکس خبري آژانس ليکلي چي شویگو له خپل چینايي سیال سره د خبرو په ترڅ کي امریکا متحده ایالات په اصطلاح گرځنده سرکس کي د وحشي حیواناتو له یوه خراب ترینر سره مقایسه کوي.

شویگو وویل: «د سرکس د وحشي حیواناتو دغه ترینر په وهم سره له قفس تښتیدلی او اوس له نورو لیدونکو سره له بهر څخه ننداره کوي چي د دغي نندارې نور لوبغاړي څنگه پر یوه ټوټه پاته سوو غوښو باندي یو د بل په وړاندي مبارزه کوي.»

روسیه په افغانستان کي د طالبانو له پرمختگ څخه په اندېښنه کي ده. شویگو اعلان وکړ چي په منځنۍ آسیا کي په «وسلو، پوځي تکنالوژۍ او کادرونو په روزنه» سره د خپلو متحدینو ملاتړ کوي. هغه وویل چي په سیمه کي د بریدونو خطر ډیریږي، دا ځکه چي د داعش ترهگري ملېشې غړي په مخ پر زیاتدیونکي ډول د مثال په توگه له لیبیا او سوریې څخه افغانستان ته راځي.

روسیه تر هیواد دباندي تر ټولو لویه نظامي اډه په تاجيکستان کي لري. د روسیې د دفاع وزیر تاجيکستان ته ډاډ ورکړی چي د ترهگرو د احتمالي نفوذ پر وړاندي به دغه هیواد ملاتړ کوي.

څه موده وړاندي په سونو افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره د جګړې پرمهال تاجيکستان او ازبکستان ته پناه وړې وه. شویگو ویلي چي د هغوی دغه تېښته د دې ښکارندويي کوي چي له طالبانو سره د امریکا متحده ایالاتو هوکړه لیک نه عملي کیږي.

روسیه همدارنگه د روان کال د اگست له ۵ نېټې څخه تر ۱۰ مي پوري له افغانستان سره په سرحد کي په تاجيکستان او ازبکستان کي په یوه گډ نظامي مانور کي برخه اخلي. د شویگو په خبره په دغو پوځي تطبیقاتو کي تر ټولو دمخه د دې تمرین کیږي چي د مثال په ډول له هوايي اکتشافي دستگاوو څخه څرنگه کیدای سي له افغانستان څخه د جنگیالیو د ور اوښتلو مخه ونیوله سي.

 GP/NZ/AG