1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

افغان سوله غوښتونکي: خارجیان ځي، نو ولي باید جنګ وکړو؟

۱۴۰۰ اردیبهشت ۵, یکشنبه

خارجیان د افغانستان څخه وځي، نو ولي باید جنګ ادامه پیدا کړي؟ دغه مهمه پوښتنه په افغانستان کي د «ولسي غورځنګ» فعالینو کړې ده چي د ټول افغانستان په سطح یو کمپاین کي یې مطرح کړې ده.

https://p.dw.com/p/3sXvd
Afghanistan Friedensbewegung vor der US Botschaft in Kabul
انځور: Abdul Malik Hamdard/Afghan People Peace Moment

د «ولسي غورځنګ» په نامه فعالینو یوه ویاند پرون شنبه (د اپریل میاشتي ۲۴ مه) دغه خبره وکړه، کوم چي د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د جملې څخه یې په ۲۵ کي مطبوعاتي کنفرانسونه دایر کړي وه. پر دې سربیره هغوی په انترنیټ کي هم د هغه دپاره فعالیت شروع کړی دی. د دغه غورځنګ یو فعال، اقبال خیبر وویل، د دې دپاره نور هیڅ دلیل او معذرت نه سته، چي نور دي جنګ ادامه پیدا کړي.

پرون شنبه د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره هغوی په عین حال کي د امریکا متحده ایالاتو او بین المللي ټولني څخه هم وغوښتل، چي د افغانستان حکومت او د طالبانو رهبران دې ته مجبوره کړي، چي په ترکیه کي د افغانستان په کنفرانس کي برخه واخلي، پر یوه اوربند باندي توافق سره وکړي او د افغانستان د قضیې دپاره د حل یوه لار پیدا کړي.

طالبان، چي د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ م کال پوري یې پر افغانستان باندي حکومت وکړ، په کابل کي د لویدیځ پلوه حکومت او خارجي قواوو پر ضد جنګیږي.

بیا د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر پر ۱۱ مه باندي په نیویارک او واشنګټن کي تر ترهګريزو حملو وروسته د امریکا په رهبرۍ یوې نظامي مداخلې د طالبانو واکمنۍ ته خاتمه ورکړه.

د امریکا اوسني جمهوررئیس، جوبایدن د همدې کال د سپتمبر تر ۱۱ مي پوري د افغانستان څخه  د ټولو امریکايي قواوو د وتلو اعلان کړی دی. دا هم پداسي حال کي ده، چي پخواني جمهوررئیس، دونالد ترمپ د می میاشتي تر اولي نیټې پوري د طالبانو سره د خپلو قواوو د وتلو موافقه کړې وه.