«په نيمروز کي یوه سړي خپل د کورنۍ ۱۰ غړي وژلي دي»
۱۴۰۱ خرداد ۲۳, دوشنبهپه نیمروز ولایت کي د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس، حبیب الهام ویلي دي چي دغه پېښه د یکشنبې په ورځ د نیمروز د ولایت په مرکز زرنج کي رامنځته سوې ده.
چارواکو ویلي دي چي د وژل سوو کسانو په ډله کي د نوموړي کس دوې مېرمني، د هغه کوچنیان او د خسر د کورنۍ غړي شامل ول.
ډاکټرانو ویلي دي چي د هغه یوه وژل سوې مېرمن د اوو میاشتو حامله هم وه.
د نیمروز د امنیه قوماندانۍ ویاند، بهرام حقمل ویلي دي چي دغه وژني په دوو بیلابیلو ناحیو کي رامنځته سوي او قاتل د موټر په وسیله د پیښي له ځایه تښتیدلی دی.
هغه انځورونه چي د پولیسو له خوا راټول سوي، ښيي چي نوموړی سړی په کلاشینکوف مسلح وو او د مرمۍ ضد واسکټ یې هم اغوستی وو.
د طالبانو پولیسو ویلي دي چي نوموړي سړي غوښتل چی دریم واده وکړي او پر یوې نجلۍ باندي مین وو، خو د هغه دوو مېرمنو ورسره مخالفت کاوه او دغه سړی د خپل خسر د کورنۍ له خوا هم له زورزیاتي سره مخامخ سوی وو.
د طالبانو د پولیسو په خبره، دغه سړي خبرداری ورکړی وو که څوک یې د واده کولو مخه ونیسي نو هغه به ووژني.
یوه بل چارواکي ویلي دي چي د نوموړي پیښي انگیزه که څه هم معلومه نه ده، خو داسي ښکاري چي هغه د «فامیلي مشکلاتو» له امله رامنځته سوې وي.
واک ته د طالبانو د رسیدو راهیسي، د ښځو د مرموزو وژنو په شمول د کورني تاوتریخوالي په هکله ډېر رپوټونه خپاره سوي دي.