1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: طالبان د ولسوالیو په نیولو سره کوم ځای ته نه سی رسیدلی

۱۴۰۰ تیر ۲۲, سه‌شنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي دي چي طالبان د ولسوالیو په نیولو سره هدف ته نه سی رسیدلای او باید عامه زیربناوي او تاسیسات وران نه کړي. هغه همدارنگه هیله څرگنده کړې چي د سولي جدي خبري اتري به پیل سي.

https://p.dw.com/p/3wQ9k
Afghanischer Präsident Hamid Karzai
انځور: Johannes Eisele/AFP/Getty Images

د جگړو د شدت او طالبانو د پرمختگ سره سم، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن سه شنبه (۲۰۲۱م کال د جولای ۱۳مه) په کابل کي د یوې غونډي په ترڅ کي هیله مندي ښکاره کړه چي خلک به ډېر ژر د سولي د جدي خبرو اترو د پیل کیدو شاهدان وي.

هغه د افغانستان له حکومت او طالبانو څخه وغوښتل چي سولي ته د رسیدو له پاره اوسنی فرصت له لاسه ور نه کړي: «په دغه قضیه کي پر دواړو خواوو ږغ کوم چي جنگ مه کوئ. په خاص ډول پر طالبانو ږغ کوم چي له جگړې لاس واخلي. د ولسوالیو په نیولو سره کوم ځای ته نه رسیږئ!»

کرزي همدارنگه طالبانو ته ویلي: »هغه تاسیسات مه ورانوی چي په وروستیو ۲۰ کلونو کي په افغانستان کي جوړ سوي دي، دا ځکه چي دغه تاسیسات د خارجیانو نه بلکي د افغانستان د خلکو دي.«

کرزي وويل:«زه پر طالبانو ږغ کوم، پر هغه چا چي ما ورونه ورته ويلي دي او له همدې کبله ډېر انتقاد هم راباندي سوی دی، چي هغه څه چي په تيرو ۲۰ کلونو کي په افغانستان کي جوړ سوي، ټول د افغانستان د خلکو دي، د خارجیانو نه دي، زموږ دي. سړک، پلونه، پلچکونه او بڼسټونه مه خرابوئ.»

کرزي له ځوانانو، په تیره بیا له هغو کسانو چي له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی او اوس غواړي هیواد پریږدي، وغوښتل چي د هیواد د پریښودلو له پاره د بهرنیانو وړاندیز و نه مني: «هغوی [بهرنیان] په خپل هیواد کي ستاسو له انرژۍ او پوهي څخه استفاده کوي. په هیواد کي پاته سئ او خدمت ورته وکړئ. تاسو کوم جرم نه دی کړی چي هغوی باید اوس تاسو له ځانه سره بوزي.»

حامد کرزي خپله پخوانۍ ادعا تکرار کړه چي افغانستان د نړۍ د لویو قدرتونو له خوا، له افراطیت څخه په استفادې د سیاست قرباني دی. هغه ټینگار وکړ چي امریکا دي له افغانستان سره خپله دوستي ثابته کړي، ترڅو په هیواد کي ملي حاکمیت رامنځته سي او افغانان د عزت ژوند ولري. 

کرزي په دې اړه چي په پام کي ده ترکیه د کابل د هوايي ډگر د ساتني مسؤلیت پر غاړه واخلي، وویل چي ترکیه د افغانستان ښه او باعتماده دوست هیواد دی او هیله مندي یې ښکاره کړه چي افغانستان به وکولای سي د ترکیې په همکارۍ سره ښې ورځي ولري. که څه هم د کابل هوايي ډگر د اشرف غني د حکومت په اوله دوره کي د حامد کرزي په نوم ونومول سو، خو کرزي ویلي چي د هغه له پاره د دغه هوايي ډگر نوم د تل له پاره د کابل هوايي ډگر دی.

GP/NZ/SCHI