1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اولسي جرگې رئيس: د داخلي جگړو ويره سته

۱۴۰۰ فروردین ۲۵, چهارشنبه

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان ځیني غبرګونونه راپارولي دي. د اولسي جرګې رئیس د داخلي جنګونو له پیل کیدو څخه خبرداری ورکوي. خو ځینو بیا د سپیني ماڼي له دغي پریکړي څخه هرکلی کړی.

https://p.dw.com/p/3s0Yd
Afghanistan - US Soldaten der "Resolute Support Sustainment Brigade" beladen Helikopter
انځور: Imago/ZUMA Press/U.S. Army

د روان کال د سپتمبر میاشتي تر ۱۱ نېټې د ټولو امریکايي سرتیرو د وتلو اعلان بیلابیل غبرګونونه راپارولي دي. ډیر کسان په دې باور دي چي د امریکايي ځواکونو پرته له قیدو شرط وتل به په افغانستان کي حالت لاپسي خراب کړي.

د افغانستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول په دې هکله غبرګون نه دی ښودلی. د جمهوري ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مشاور، وحید عمر ویلي دي چي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع د کابل او واشنګتن د چارواکو تر منځ څو واره د بحث مهمه موضوع ګرځیدلې او افغانستان د امریکا د خپلو ځواکونو د وتلو په هکله د هرې پریکړي درناوی کوي.

هغه په خپل تویتر کي لیکي: «تمه کیږي چي ولسمشر بایدن به له ولسمشر غني سره خبري وکړي تر څو د وتلو د نوي پلان په هکله جزیات سره شریک کړي. تر هغه وخته پوري موږ د جزیاتو په هکله څه نه وایو.»

د وضعيت له خرابیدو څخه خبرداری

د افغانستان اولسي جرګې نن چهارشنبه په خپله عمومي غونډه کي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د اعلان په هکله اندیښنه ښودلې. د اولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني خبرداری ورکړی چي له افغانستانه د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کي د دې امکان سته چي وضعه لاپسي خرابه او داخلي جنګونه پیل سي.

د افغانستان د حکومت د سولي د هیئت غړي فوزیې کوفي په خپل فیسبوک پاڼه کي لیکلي چي «له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د اعلان سره سم، په دغه هیواد کي د جګړې د دوام له پاره هیڅ ډول دلیل نه پاتیږي. اوس نو پر طالبانو لازمه ده چي د جګړې د پای ته رسیدو او سولي د رامنځته کیدو په هکله په خپلي ژمنو سره له پاته فرصت څخه مؤثره استفاده وکړي.»

د ځینو سیاسي څیرو له خوا هرکلی

خو ځینو بیا د سپتمبر میاشتي تر ۱۱نېټې پوري د بهرنیو ځواکونو د ایستلو د اعلان هرکلی کړی دی. د افغانستان د حکومت یوه پخواني چارواکي حضرت عمر زاخیل وال ویلي: «د روان کال په سپتمبر میاشت کي د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان په قاطعیت سره ملاتړ کوو او د سولې د لاسته راوړلو له پاره فرصتونو ته خوشبین یوو.»

د ځینو امریکایی سناتورانو غبرګون

له بلي خوا بیا ځینو رسنیو لیکلي چي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم، د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس ځینو غړو، په افغانستان کي د وضعيت د لاخرابیدو څخه خبرداری ورکړی.

ددغو رسنیو په حواله د امریکا د استخباراتي بڼسټونو نوي رپوټونه هم ښيي چي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم کیدای سي طالبان له نظامي لاري بری په لاس راوړي.

د استانبول د غونډي د دایریدو په هکله جنجالي پوښتني

دغه تصمیم په داسي حال کی نیول سوی چي د استانبول د برخلیک جوړونکي غونډي د جوړیدو نیټه هم په رسمي ډول اعلان سوې او په پام کي ده چي دغه کنفرانس د اپریل پر ۲۴ مه د ملګرو ملتونو د استازو، امریکا متحده ایالاتو، ترکي چارواکو، افغانستان حکومت او طالبانو په حضور سره جوړ سي.

خو اوس د نوموړي کنفرانس جوړیدل ځیني پوښتني رامنځته کړي. طالبانو ویلي چي له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو تر وتلو پوري به، په هیڅ نړیوال کنفرانس کي ګډون و نه کړي. د طالبانو اشاره ظاهراً د استانبول غونډي ته ده.

GP/NZ/SHI