1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان د طالبانو له مشرانو سره د ملاقات وړاندیز کړی

۱۴۰۰ مرداد ۲۱, پنجشنبه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي د طالبانو له مشرانو سره د افغانستان د روان کړکیچن حالت په هکله خبري اتري وکړي. اردوغان مخکې هم اعلان کړی وو چي د کابل د هوایي ډګر د امنیت ساتلو په هکله به له طالبانو سره خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/3ysBo
Türkei | Pressekonferenz Erdogan
انځور: DHA

اردوغان د چارشنبه په ورځ د CNN Türk تلویزیوني رسنۍ ته وویل :»وروستي تحولات او د افغان اولس حالت واقعاً د اندیښنې وړ دی. له همدې کبله ترکیه له طالبانو سره د خبرو اترو کولو په لټه کی ده«. اردوغان وویل : »ښایی حتی زه وکولای سم له هغه چا سره ووینم چي د هغوی مشر دی«.

اردوغان مخکی هم اعلان کړی وو چي د کابل د هوایي ډګر د امنیت ساتلو په هکله به له طالبانو سره خبري اتري ترسره کړي. انقرې په اصل کي توافق کړی وو چي له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته به د کابل نړیوال هوایی ډگر امنیت پرغاړه واخلي. خو ترکیې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د ديپلوماتيکي، مالي او لوژیستیکي ملاتړ غوښتنه کړې وه. په دې هکله د انقرې او واشنگټن ترمنځ تر لا خبرې اترې دوام لري او تر اوسه کوم توافق نه دی رامنځته شوی.

له افغانستانه د امریکایي او د ناټو د نورو ځواکونو د وتلو د بهير له چټیکيدو سره، طالبانو په تیرو څو میاشتو کي د هیواد ډیری سیمي تر خپل کنترول لاندي راوستي دي.      

 GP/BS/AG