1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړېوال بانک له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته ځنډولې

۱۳۹۹ آذر ۱۲, چهارشنبه

نړېوال بانک د افغانستان له مرکزي بانک سره خپلې ۲۰۰ میلیونه ډالره مرستې ځنډولي دي. د رپوټونو له مخې د دې کار دليل د افغانستان د ټولیز اقتصاد په اړه نړېوال بانک ته مالومات نه ورکول ښودل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3m810
Logo der Weltbank in Washington USA
انځور: picture-alliance/dpa

له افغانستان سره د نړېوال بانک له ژمنو شویو ۶۰۰ میلیونه ډالرو تراوسه ۴۰۰ میلیونه ډالر افغان حکومت ته ورکړل شوي او پاتې ۲۰۰ میلیونه ډالر له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د مرکزي بانک چارواکو ځواب ترلاسه کړو، خو هغوی په دې اړه څه ویلو ته نه حاضریږي.

د افغانستان د روڼتیا څار سازمان وايي، حکومت له نړېوالو مرستندویانو سره د مرستو د غوره مدیریت په برخه کې لازمه همغږي نه لري.

د دغه سازمان یوه څېړونکي ناصر تیموري په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «د افغانستان دولتي ادارې او د هغوی رئیسان باید له نړېوالو مرسته کوونکو سره مسئولانه او معقول چلند وکړي، ترڅو له افغانانو سره نړېوالې مرستې دوام وکړي.»

رسنیو ته په رسېدلي د نړېوال بانک په یوه لیک کې نېوکه شوې چې د افغانستان مرکزي بانک د هغوی څو مکتوبونه نه دي ځواب کړي.

ددغه لیک په یوه برخه کې راغلي: «ددې مسئلې په اړه نور بحث ته اړتیا ده، تر هغې چې د عامه او خصوصي سکتور په قانون کې بنسټيز سمون رامنځته نه شي، د نړیوال بانک د ۲۰۰ میلیونو ډالرو ځنډول شوې مرستو له ډلې د عامه پانګونې په برخه کې ۲۰ میلیونه ډالر مرسته هم نه اجرأ کېږي.»

د عامه او خصوصي سکټور په قانون کې د تعدېل له امله د عامه ګډون او خصوصي پروژو اداره له مالیې وزارت څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ته لېږدول شوې چې نړېوال بانک یې په اړه وضاحت غواړي.

اقتصادي شنونکي وايي، چې له نړيوالو مرستندویانو سره د افغان حکومت دغه ډول نامسلکي چلند به له افغانستان سره د مرستو شرطونه لاپسې سخت کړي.

اقتصادي شنونکي احمد شعیب رحیم دویچه ویله ته وویل، افغان حکومت د مرستو جلبولو، لګولو، روڼتیا او حساب ورکولو په برخو کې پاتې راغلی: «افغان حکومت نه دی توانېدلی چې په بشپړ ډول له نړېوال بانک سره همکاري وکړي، که دا نه همکاري همداسې دوام ولري نو نور ډونران هم بې باوره کیږي.»

دغه اقتصادي شنونکی وايي، همدااوس له افغانستان سره نړېوالې مرستې کمې شوي او هغه مرستې چې په ژنيو کې یې ژمنه شوې د هغوی ترلاسه کول به هم ستونزمن وي.

د ژنيو په کنفرانس کې مرسته کوونکو هيوادونو د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د ۱۳ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.

نړېوالې ټولنې دغه مرستې له فساد سره پر جدي مبارزه، بشري حقونو، سولې په اړه د اغیزمنو ګامونو او ځینو نورو شرطونو پوري مشروطې کړي دي.

اسماعیل شاکر – کابل

زموږ له آرشیف څخه: