1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بيله سياسي حله به افغانستان سړې جګړې ته داخل شي»

۱۳۹۹ اسفند ۳, یکشنبه

د اسوشتيد پریس په حواله په افغانستان کې د ميليارډونو ډالرو مرستو او د نړيوالو ځواکونو د نژدې شل کاله حضور سربيره، د امريکا او ناټو له پاره اوس هم د دغه هیواد د يوې تل پاتې سوليزې راتلونکې لپاره د حل لار نه تر سترګو کيږي.

https://p.dw.com/p/3pebs
Afghanistan Kabul Bombenanschlag
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د دغه آژانس په يوه رپوټ کې راغلي دي چې دواړه قدرتونه داسې يوه پريکړه نشي کولای چې د افغانستان له جګړه ځپلي هيواد څخه خپل ځواکونه په څه ډول سره راوباسي. د امريکا متحده ایالاتو د پخوانۍ ادارې له لورې د تيرو څو مياشتو په جریان کې په ډیرې چټکۍ له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو ښودلې، چې دې سره هم د افغانانو ستونزې نه حل کيدونکي دي.

د اسوشتيد پريس په رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې تاوتريخوالو شدت موندلی او د هغې مسئوليت پر ټولو ډلو وراچول کيږي، که هغه طالبان دي، که داعش، افغان زورواکان او يا هم فاسد چارواکي.

په افغانستان کې اوس مهال ۲۵۰۰ امريکايي او ۱۰ زره د ناټو سازمان ځواکونه میشت دي، چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د تيرکال شوي تړون له مخې، ټول بايد د روان کال د می مياشتې تر پايه له افغانستان څخه ووځي. خو د امريکا نوی ولسمشر، جو بايدن غواړي د ترمپ پر دغه سياست له سره کتنه وکړي. په واشنګټن کې اوس مهال له افغانستان څخه په بيړه د ځواکونو د وتلو پر موضوع مخالف غږونه پورته شوي دي.

Weltspiegel 18.02.2021 | Afghanistan 2012 | US-Armee, NATO
په واشنګټن کې اوس مهال له افغانستان څخه په بيړه د ځواکونو د وتلو پر موضوع مخالف غږونه پورته شوي ديانځور: Hoshang Hashimi/AP Photo/picture alliance

د افغانستان په جګړه کې ټولې مهم خواوې په يو ډول نه يو ډول سره ښکيلې دي.

طالبان

طالبان اوس مهال د افغانستان نژدې نيمايي برخه په خپل کنټرول کې لري. سربيره پر دې چې د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات تير کال رسماً پيل شول، خو لا هم د افغان امنيتي ځواکونو او طالب جنګياليو ترمنځ جګړه ادامه لري. په ځانګړې توګه په پلازمينه کابل کې د بل هر وخت په پرتله د خبريالانو او مدني فعالانو وژنو او بمي چاودنو زور اخیستی دی. خو طالبان بيا د مخکې په څير په دغه ډول پيښو کې لاس لرل ردوي.

د دې ثبوت هم نشته چې آیا طالبانو، امریکا سره د کړي توافق پر اساس، له القاعده شبکې سره خپلې اړيکې پرې کړي او که نه. په جنوري مياشت کې د يوه خپور شوي خفيه امريکايي رپوټ په حواله، طالبان اوس هم القاعدې شبکې سره مرسته کوي او دغه تروريستي ډله په سيمه کې ډيره ځواکمنه شوې ده.

افغان زوراکي

د چارو کارپوهان په دې باور دي چې افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به، پر وسلو سمبال افغان زورواکي يو ځل بیا جګړو ته مخه کړي. دغو زوراکو ډلو د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۶ کلونو خپل منځي جګړو پر مهال ۵۰ زره افغانان ووژل شول او پلازمينه کابل ښار هم سخت ويجاړ شو.

افغان پوځيان

Afghanistan Taliban Kämpfer Waffe
دا هم ثابته نه ده چې آیا د هوکړې مطابق طالبانو القاعده شبکې سره خپلې اړيکې پرې کړي دی او که نهانځور: STR/AFP/Getty Images

د افغانستان په جګړه کې افغان ځواکونه هم له نيوکو سره مخ دي. د ملګرو ملتونو سازمان د یوه رپوټ په حواله، د افغانستان په زندانونو کې يو دریمه برخه زندانیان د افغان پوځيانو له لوري ربړول کيږي. دغه راز د افغانستان امنيتي ارګانونه هم پر فساد او بډو اخیستلو تورنيږي چې کابل يې پر وړاندې د لازمو ګامونو په اوچتولو کې پاتې راغلی دی.

داعش او پلويان يې

په افغانستان کې د داعش ډله تر ډيره او په ځانګړې توګه شيعه مذهبه مسلمانان په نښه کوي. د دغې ډلې په بريدونو کې هم ډيروالی راغلی دی. په افغانستان کې د داعش ډلې فعاليتونو افغان امنيتي ارګانونه تر پوښتنو لاندې راوستي دي. داسې ښکاري چې افغان امنيتي ځواکونه تر اوسه د داعش ډلې په ځپلو کې پاتې راغلي دي.

څيړونکي په دې مسئله توافق لري چې ظاهراً د افغانستان د مسئلې حل اسانه نه دی، که څه بهرني ځواکونه په افغانستان کې حضور ولري يا هم بهر شي. افغان شنونکی طارق فرحدي وايي: «امريکا او ناټو باید دا روښانه کړي چې هغوی نور جګړه نه غواړي او دوی په افغانستان کې د یوې سوليزې سیاسي حل لارې غوښتونکي دي. او هغه ډلې چې په دې منځ کې د جګړې لار غوره کوي، هغوی د نړيوالې ټولنې له متحدانو څخه نه دي.» فرحدي زیاتوي چې د یوې سیاسي حل لارې پرته، افغانستان کیدای شي نور هم په سړې جګړه کې وردننه شي.

دویچه وله اردو/م.ک.ص./ا.ا.