1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان – په یوه کال کې ۵۰۰ هدفي وژنې شوي

۱۴۰۰ فروردین ۱, یکشنبه

د کورنيو چارو وزارت وايي چې په ۱۳۹۹ کال په افغانستان کې له ۶ زرو ډیر ملکي کسان وژل شوي او ټپیان شوی دي. دغه وزارت ادعا کړې چې دغه ملکيان د طالبانو په ځانوژونکو حملو، بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3qvdA
Afghanistan | Schäden nach Selbstmordattacke
انځور: picture-alliance/AP Images/R. Gul

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ۱۴۰۰ لمريز کال په لومړۍ ورځ، د طالبانو په بریدونو کې ملکيانو ته د اوښتو تلفاتو ارقام خپاره کړي دي.

د دغو ارقامو له مخې، د تیر لمريز کال په جریان کې نژدې ۲۰۰۰ ملکيان وژل شوي او ۴۱۷۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ویاند، طارق آرين پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دغه ملکيان په ۹۲ ځانوژونکو حملو، ۲۱۷۴ بمي چاودنو او د هدفي وژنو په څه باندې ۵۰۰ بریدونو کې وژل شوی او ټپیان شوي دي.

آرین وايي، دا د طالبانو يوازې د ۱۳۹۹م کال په جریان کې د ترسره شوو جنایتونو يوه برخه ده: «خلک او تاریخ به د طالبانو دغه وژنې او جنګي جنایتونه هیر نه کړي.»

طالبانو  تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. خو په قطر کې د دغې ډلې د سياسي دفتر وياند محمد نعیم تيره ورځ پر ټويټر ليکلي وو چې په تيرو درو اونیو کې حکومتي ځواکونو پر ملکي خلکو ۵۷ بریدونه کړي دي. نعيم زياته کړې چې «دغو بریدونو ۹۶ تنه هيوادوال شهیدان او ټپیان کړي دي.»

Afghanistan | Ansvchläge in Kabul
د اکثرو دغه ډول حملو مسئوليت د کومې ډلې او یا د اشخاصو او افرادو له لوري نه دی منل شوی خو حکومت يې د طالبانو کار بوليانځور: picture-alliance/ASSOCIATED PRESS/R. Gul

د يکشنبې په ورځ، د ۱۴۰۰م لمريز کال په لومړۍ نيټه، په ننګرهار ولایت کې څلور پر له پسې چاودنې وشوې. د ځايي چارواکو په وینا، په دغو چاودنو کې د ښاروالۍ د تنظيف يو کارکونکی وژل شوی دی. د کابل پولیسو هم خبر ورکړی چې د دوو خونړیو پيښو مخنيوی يې کړی دی.

د کابل پولیسو په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې تروريستانو د کابل ښار په دريمه ناحيه د غازي لیسې ترڅنګ د «۸۲ملي متري توپ» دوه ګولۍ د نوي کال په لومړۍ ورځ د حملې په موخه ځای پرځای کړي وې چې د پولیسو له خوا کشف او شنډې کړل شوې.

د افغانستان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ تيرکال د سولې بین الافغاني خبرې اترې پیل شوې، خو دغو خبرو سره جوخت په کابل او اکثرو ولایتونو کې تاوتریخوالو هم زور واخیست.

په دغې موده کې خلک د بل هر وخت په پرتله د بمي چاودنو او هدفي وژنو څخه په تنګ راغلي. په دې لړ کې يو شمیر  مدني فعالان، قاضیان، څارنوالان، د رسنیو کارکوونکي او خبریالان هم په نښه شوي دي.

د رپوټونو پر اساس، د اکثرو دغه ډول حملو مسئوليت د کومې ډلې او یا د اشخاصو او افرادو له لوري نه دی منل شوی، خو د افغانستان حکومت يې مسئوليت د طالبانو پر غاړه وراچوي، هغه ادعا چې طالبان يې ردوي.

دویچه وله د/م.ک.ص./م.ن.ص.