1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال ميلي: افغان ځواکونه «متحد» او د پام وړ پوځي وړتیا لري

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۷, جمعه

د امریکا دفاع وزارت وايي چې له افغانستان څخه د خپلو ورستيو ځواکونو د خوندي وښکلو په موخه يې په لسونو نورې اضافي جنګي الوتکې هم ګمارلي دي. له افغانستان څخه د بهرنیو قواو د وتلو لړۍ د می مياشتي په لومړۍ نېټه پيل شوې ده.

https://p.dw.com/p/3t5Gq
US Air Force B-52 Bomber
انځور: picture alliance/dpa/C. Griffith

د اسوشتيد پريس په حواله، د امريکا متحده ایالاتو د ګډو ځواکونو قوماندان جنرال مارک میلي ويلي دي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د خوندي وتلو له پاره چې کوم ځواکونه د مخه اعلان شوي وو چې افغانستان ته به استول کیږي پر هغوی يې اف-۱۸ ډوله جنګي الوتکې هم وراضافه کړي دي. په اضافي ځواکونو کې د شپږ بي ۵۲ ډولو الوتکو یادونه هم شوې ده.

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم وسلوالو طالبانو پر افغان امنيتي ځواکونو خپلې حملې چټکې کړي دي. دغې ډلې په ځانګړې توګه په هلمند، کندهار او ځينې نورو ولایتونو کې خپلې حملې زياتې کړي دي.

امریکايي چارواکو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له وتلو څخه د مخه ويلي وو چې کیدای شي ځواکونه يې د وتلو پر مهال د طالبان تر بریدونو لاندې راشي.

جنرال ميلي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د می ۶مه نېټه) په پينټاګون یا د امریکا په دفاع وزارت کې د امریکا د دفاع وزير لوئيد آوستين سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وويل چې د افغان امنيتی ځواکونو پر وړاندې د طالبانو بریدونو سره به«هلته د تاوتریخوالو کچه لا هم ادامه ولري.»

میلی زیاته کړه د می مياشتي له لومړۍ چې له افغانستان څخه د ځواکونو وتل پيل شوي د امريکا او د هغه د متحدانو پر ځواکونو کوم برید نه دی ترسره شوی. میلی په عین وخت کې افغان امنیتي ځواکونه «متحد» وښودل، سربیره پر دې چې په راتلونکو میاشتو کې د طالبانو سره د مقاومت پر وړتيا باندې يې ځینې انديښنې هم ښودل شوي.

خو میلي د افغان ځواکونو په اړه وويل: «هغوی اوس د خپل هیواد له پاره جنګيږي، نو زما د مسلکي او پوځي اټکل له مخې د وړاندوينې نتيجه داسې نه ده چې طالبان دې په اتوماتيکه توګه کابل ونیسي او نڅکور يې کړي، او یا دې ته ورته کومه بله ناوړه وړاندوينه.» ميلی زیاته کړه: «دا وړاندوينه نه ده، افغان امنيتي ځواکونه د پام وړ پوځي وړتيا لري، موږ به وګورو چې دوی څنګه عمل کوي.»

د امریکا د ګډو ځواکونو قوماندان وويل چې پينټاګون له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان حکومت امنيتي ځواکونو د ملاتړ پر لارو چارو باندې غور کوی، چې په هغو کې يو هم په ممکن ډول په یو بل هیواد کې افغان ځواکونو ته روزنه ورکول دي.

سربیره پر دې به کانګريس افغان امنیتي ځواکونو سره د دوامداره مالي مرستو له پاره وهڅول شي چې دغه مرستې به په هر کال کې د څلور ميليارډه ډالرو په اندازه د ډيرو کلونو له پاره وي. همدا ډول به په احتمالي توګه د لرې لارې د یو بل هیواد څخه د هوايي قواوو د خونديتوب ملاتړ وشي.

خو ميلي په دې اړه زیاته کړه: «موږ لا تر اوسه دا سل په سلو کې نه ده کشف کړې.» میلي وويل چې د افغانستان هوايي قواوې د طالبانو پر وړاندې مبارزه کې مرکزي استراتيژي ده، خو د الوتکو پر دوام باندې يې يو څه شک شته.

د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا ځانګړی څارونکي ادارې د اپريل په ۳۰مه رپوټ ورکړی وو چې د افغانستان د هوايي ځواکونه هيڅ فورم به د بهرني ملاتړ پرته ونشي کړی په جګړه کې د څو مياشتو څخه ډير په موثره توګه پاتې شي.

آ./م.ک.ص./ا.ا.