1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو خطر شیبه په شیبه زیاتیږي»

۱۴۰۰ شهریور ۷, یکشنبه

پنټاګون اعلان کړی دی چې د بی پلوټه الوتکې په برید کې یي د داعش دوه لوړپوړي غړي وژلي او ډیر احتمال شته چې په راتلونکو ۳۶ ساعتونو کې به داعش بل برید وکړي. ورته وخت کې طالبانو بیا د امریکا د بی پیلوټه الوتکې برید غندلی دی.

https://p.dw.com/p/3zd8h
US-Präsident Joe Biden hält in Washington eine Rede über Afghanistan
انځور: Jonathan Ernst/REUTERS

د امریکا ولسمشر جو بایډن د «داعش خراسان» څانګې د احتمالي بریدونو د سرته رسولو څخه خبر ورکړی دی. بایډن وویل چې پر داعش د امریکا برید به وروستی هغه نه وي. هغه زیاته کړه: «مونږ به همدارنګه د ټولو هغو کسانو په ښکارولو پسې لاړ شو چې په دغو خونړو بریدونو کې یي لاس درلود او له دوی نه به بیرته حساب واخلو.»

تر دغو څرګندونو مخکې پوځي قوماندانو ورته اطلاع ورکړې وه چې په ډیر احتمال سره به په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې دننه د داعش له لورې یوه بله ترهګریزه حمله ترسره شي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د امریکا ولسمشر وضعیت ډیر خطرناک بللی دی او په کابل هوایي ډګر کې یې د ترهګریزو بریدونو ګواښ ډیر جدي ګڼلی دی.

بایډن د شنبې په ورځ (د واشنګټن په وخت) تر غرمې ورسته وویل چې نظامي ځواکونو ته یي امر کړی دی چې د امریکایي سرتیرو د حفاظت له پاره دې ټول لازم اقدامات ترسره کړي.

ټاکل شوې ده چې وروستي امریکايي سرتیري به د سه شنبې (د اګست ۳۱) تر ورځې له افغانستان څخه ووځي. په دې ترتیب سره به د لویدیځو هیوادونو د اتباعو او د هغو د افغان همکارانو او کورنیو را ایستلو بهیر هم پای ته ورسیږي.

د داعش د دووغړو وژل کیدل

 د امریکا د دفاع وزارت په حواله د شنبې په ورځ د امریکا د بی پیلوټه الوتکې په برید کې په ننګرهار کې د داعش دوه لوړپوړي کسان وژل شوي او یو تن یي ټپي شوی دی.

د جنرال هنک تایلور په وینا په وژل شوو کې د داعش د خراسان څانګې یو لوړ پوړی غړی او د کابل پر هوایي ډګر د وروستیو ځانمرګو بریدونو طراح وژل شوی دی.

د پنجشنبې په ورځ ترسره شووو بریدونو کې ۱۳ امریکایي سرتیري او د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۷۰ تنه افغانان وژل شوي ول.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ جنرال تایلور ویلي دي چې د اګست میاشتې له اواسطو څخه تر اوسه پورې ۱۱۷ زره کسان د هوایي پل له لارې له دغه هیواد څخه ایستل شوي دي.

طالبانو د امریکا د بی پیلوټه الوتکې برید غندلی دی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه برید د افغانستان پر خاورې تیری بللی دی.

مجاهد ویلي دي چې طالبان به د امریکایي ځواکونو له وتلو سره سم د کابل هوایي ډګر کنټرول په خپل لاس کې ونیسي او په راتلونکو ورځو کې به د نوي دولت کابينه اعلان شي.

د طالبانو ویاید وویل چې همدا اوس لا د کلیدي بنسټونو لکه روغتیا، زده کړې او افغانستان بانک مسئولین مشخص شوي دي. هغه هیله څرګنده کړه چې د هیواد جدي اقتصادي بحران به چې د افغانیو د پولي واحد پر ارزښت یي منفي اغیزې پریښې دی، ډیر ژر پای ته ورسیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ق.ن