1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د امريکايي ځواکونو د احتمالي وتلو د اعلان هرکلی کړی

۱۳۹۹ مهر ۱۷, پنجشنبه

طالبانو د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ هغه پیغام ستایلی دی چې ویلي غواړي تر کرسمسه له افغانستانه ټول امريکايي ځواکونه راوباسي.

https://p.dw.com/p/3jcjB
Afghanistan US-Soldat
انځور: AFP/W. Kohsar

د طالبانو ډلې په یوه اعلامیه کې د ترمپ ټویټ د یوه «مثبت ګام» په توګه یاد کړی دی او ویلي یې دي چې د دوی او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د شوي توافقنامې عملي کولو ته ژمن دي. دغه توافقنامه د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې د دواړو لورو له خوا د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شوې وه.

ترمپ د چهارشنبې په ورځ د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي چې په افغانستان کې باقي پاتي کم شمیر ځواکونه باید تر کرسمس دمخه راستانه کړي، خو په دې هکله یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د دغه پیغام په تعقیب د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویډیویي اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي دي چې «په ټول هيواد کې د دښمن د بریدونو د شنډولو توان لري». خو په دغه څه کې مستقیما د ترمپ پیغام ته کومه اشاره نه ده شوې.

د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ مياشتي پر ۲۹مه نېټه لاسلیک شوی توافق په تدریجي ډول د ۱۴ میاشتو په موده کې له افغانستان د ناټو ځواکونو وتلو ته لاره هواروي.

په دغه توافقنامه کې پر نورو سربیره له افغان حکومت سره د خبرو اترو د پیلیدو یادونه هم شوې ده، چې د سپتمبر له ۱۲مې نېټې راهیسې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پېل شول.

د فبرورۍ مياشتي له ۲۹نېټې وروسته طالبان پر بهرنیو ځواکونو بریدونه نه کوي، خو پر افغان امنیتي ځواکونو یې بریدونه ډیر کړي دي.

په افغانستان کې لا هم نښتې روانې دي او له حکومت سره د مذاکراتو پر پیلیدو سربیره هم طالبانو له افغان حکومت سره د اوربند غوښتنه رد کړې ده.